افغانستان

د عبدالسلام حنفي په مشرۍ افغان پلاوی به د مسکو ناسته کې ګډون وکړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵ تله، ۱۴۰۰ل): ټاکل شوې ده چې د افغانستان په اړه د مسکو نړیوال کانفرانس کې د رئیس الوزراء د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ افغان پلاوی ګډون وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یو ټویټ کې ویلي، چې ښاغلی حنفي به په دغه ناسته کې د مختلفو هېوادونو له استازو سره پر اړونده موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

د چارو پوهان د مسکو غونډه د افغانستان د نوي حکومت لپاره له اهمیته ډکه بولي او زیاتوي چې کیدای شي یادې غونډه د افغانسان اسلامي امارت او نړیوالو ترمنځ د پراختیا په برخه کې غیزناکه ثابته شي.

پخوانی افغان ډیپلوماټ عزیز معارج داسې وايي: «مسکو کې د ناستې جوړېدل، د کریملن لخوا افغان حکومت ته بلنه ورکول او ګډون دا له شک پرته په نړیواله کچه مؤثر وي او حتی کولای شي افغانستان له منزوي کېدو وژغوري.»

نوموړی ډیپلوماټ ټینګار کوي چې روسیه په نړۍ کې د ستر قوت او اغیز لرلو ترڅنګ د ناټو تړون حریف هېواد دی.

 د روسیې چارواکو تردې وړاندې ویلي ؤ، چې د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۰ مه نیټه به مسکو کې د افغانستان په ګډون د یوې ناسته کوربتوب کوي، په کومه ناسته کې د افغان حکومت ترڅنګ د افغانستان د ګاونډ او سیمې یو شمېر هېوادونه ګډون کوي.

د پخواني رژیم له سقوط وروسته دا لومړۍ نړیواله ناسته ده چې د افغانستان اسلامي امارت استازو ته په کې رسما بلنه ورکړې ده او تمه څرګندیږي چې افغان پلاوی به له دې ناستې څخه ډک لاسونه هېواد ته راستنیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x