نظــر

د طالبانو لپاره ځینې ننګونې

نور مدين بلخېل

دا یو حقیقت دی چې د پنجشېر مقاومت به هیڅکله بیا په خپل زور د افغانستان لپاره یو ګواښ نه شي، خو دغه وطن پلرونکی ګروپ اوس هم طالبانو ته په کمین کې ناست دی او یو ځل بیا د هغې ورځې انتظار باسي لکه د نن شل کاله مخکې چې د پردیو په زور کابل ته را ننوتل او هر څه یې خراب کړل.

طالبان باید د افغانستان خلک درک کړي، که چېرته یوازې د خپل زړه ومني نو زیان به وکړي، طالب باید خپل ولس ته عامه خدامات وړاندې کړي، دا افغانان باید په ځان را ټول کړي او دوی ته دا ثابته کړي چې دوی د دغه وطن د ابادۍ فکر لري، که چېرته طالبان د افغانانو په غوښتنو منلو کې ناغیړي وکړي نو ډېر ژر به افغان دښمنه خلک د فکري تبلیغ له لارې د افغانستان خلک خپل طرف را کش کړي. دا سمه ده چې طالبانو څو څلوېښت ملکونه مات کړل خو که چېرته یې ملت یا په بل عبارت قاطع اکثریت افغانان د لاسه ورکړل، بیا نو طالب دغه ملت سره لاس ګریوان نه شي کیدلای او نه هم ور سره جنګ کولای شي، ځکه دا تجربې ثابته کړې چې په زور حکومتونه نه کیږي.

طالبان باید ډېر فکر وکړي چې د ښځو او لږکیو حقونه ضایع نه شي، ځکه په دې سره هم ملت خپه کیږي او هم نړیواله ټولنه. زما په نظر که چېرته یو زیات شمېر خلک داعش او پنجشېر مقاومت ته لاس ورکړي نو دا به بیا د یو بل ناورین پیل وي کوم چې افغانان به تر کالونو کالونو نور د اور په لمبو کې وسوځوي، طالبان چې اوس فاتحین ګڼل کیږي، باید خپله فتحه په ناکامۍ بدله نکړي، د افغانانو هیلو او تمو ته رونق ورکړي؛ داسې ویل کیږي چې همدا اوس هند، تاجکستان او فرانسه په افغانستان کې یو بل جنګ ته مواد برابروي، کوښښ کیږي چې د پنجشېر مقاومت په یو افغاني مقاومت بدل کړي، تر څو د طالبانو د راتلونکو لاسته راوړنو او پراخ مشروعیت مخه ونیسي، طالبان باید حساس واوسي او هیڅکله د ښمن ته د ګذار کولو موقع ورنکړي.

طالبان باید په نړیواله کچه دوستان او ملګري ولري، تر څو په نړیواله توګه د رسمیت پیژندنې له خنډونو سره مخ نه شي، طالبانو ته نړیواله رسمیت پیژندنه ډېره مهمه ده که چېرته امریکا او نړیوال په بشپړ ډول کنګل شوې خزانه او هم بشري او انساني کومکونه افغانانو ته ورکړي نو ممکن بیا هم نړیوال دوی په رسمیت ونه مني او دا به تر ابده افغانانو ته د سرطان د پرهار په څېر وي چې ګوښه واوسي او یا د دوی د نورو خلکو له نظره ووزي.

په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا په ځینو پوسټونو د ملایانو مقررۍ خلک یو څه ناهیلي کړل دوی فکر وکړ چې کیدای شي د افغانستان دولتي سیسټم سقوط شي، خو بیا هم خلک د طالبانو حکومت ته درناوي لري او دوی ور سره خپله همکاري کوي، افغانان نه د پنجشېر مقاومت غوښتونکي دي او نه هم د داعش ملاتړ کوي، خو داسې فکر کیږي چې که چېرته په افغانستان کې د نوي حکومت په راتلو خلک د فقر، بې عدالتۍ او یا هم نورو ستونزو سره مخامخ شي نو ممکن خلک د نیستۍ او بیکارۍ له امله د دغو جنایتکاره ډلو طرف ته میلان وښیي، چې دا به یوه بده پیلامه وي، همدا اوس ویل کیږي چې د ځینو پخوانیو دولتي کسانو او مشرانو تر منځ ممکن ځینې اړیکې نیول شوي دي چې د طالبانو په مقابل کې یو موازي حکومت اعلان کړي دا هم ویل کیږي چې ښایي د دغه حکومت په رأس کې به عبدالرب الرسول سیاف چې یو افغان پښتون، جهادي او دیني شخصیت دی، راځي، چې زما په نظر دا به د افغانانو لپاره یو ناوړه شروع وي.

په اوس مهال کې داسې لیدل کیږي چې که چېرته د نړۍ هیوادونه د طالبانو سره تعامل کوي، دا به بیا د رسمیت پېژندنې په مانا نه وي، دا به صرف د عامو افغانانو د ستونزو د رفع کولو په خاطر وي، خو طالبان هڅه کوي تر څو د نړۍ د رسمیت پیژندنې لپاره ضامنه برابره کړي، مګر دا به د طالبانو لپاره هم سخته وي چې د اوسنیو سیاستونو په دوام سره نړۍ ته قناعت ورکړي.

نورمدین بلخېل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

پورته لیکنه ډېره معقوله او منطقي ده. طالبانو ته د افغانانو او په ځانګړي توګه د زیات شمېر پښتنو خوشبیني او ملاتړ په دې خاطر دی چې طالبانو بهرني او کورني اشغالګر او لنډغر وشړل. هېواد یې ازاد کړ او په ظاهر کې یې د ښې حکومتولۍ او انصاف وعده وکړه. خو اوس داسې ښکاري چې خدای مکړه د خلکو دا ملاتړ ورو ورو په نه ملاتړ او ناامېدۍ بدلېږي. علت یې دادی چې دوی هغه اسان کارونه چې د یوې خوا د ټولنې په ګټه دي، نه کوي او د بلې خوا بهرنیانو ته پلمې په لاس ورکوي چې… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

دطالبانوموجوده کابینه چه دویی سرفرسته کابینه بولی داسی معنی لری لکه څوک چه دخره ګاډیوان دیوی لویی بارداره لاری پرسټرنګ کښینوی اوورته وایی درځه نوهغه به دخدای مخلوق په قتل کی ولی چه دده دوس اوپوهی خبره نده،دوی ملک ندی آزاد کړۍ کرزی اواشرفغنی ملک آزادکۍ ولی خلک یی دسختوظلمو او دافغان ملت وقهر اوغوسی ته اړکړل ملت قربانی ورکه آزاد یی کۍ اوبل دوی څوفیصده دی یوفیصد هم ندی دوی دقرآنکریمه ناخبرجاهلان دی داسلامه هم ندی خبرکه دوی دملک درضایت دپاره ووټ وکی ۱٪ووټونه هم نسی وړای ولی هیڅوک ددوی داخلاقواوکاره ندی راضی که دوی ځانونه لکه خلکیان نشرموی… نور لوستل »

مولوي نجیب الله زاهد

الله دې وکړي چې دغسې مضمونونه او لیکنې ولولي او پرې عمل وکړي او که نه دغه یوڅه نیک نظر چې د خلکو په زړونوکې دی دابه هم له منځه لاړشي او خدای مکړه پایلې به یې بیا څوک نه شي ارزولای باید په ټول عظمت او باور سره ومنو چې په غلطه روان یو او د چارواکو غلطی د نورو خلکو د غلطیو په څېر نه دی بلکه د دوی اشتباه تر ټولو لویه اشتباه ده ځکه دوی د ملت استازی دي او باید د ملت په خوښه کار وکړي یواځې لویه څارنوالي پاتې ده چې مولوي، ملا یا… نور لوستل »

ځیرک څارونکی

که طالبان زما په خبره وکړی نو د ټولو دولتی اداراتو په راس او سیاسی پوستونو کې بغیر له اسلام نه وفادارو ملایانو او هغه څوک چی صحیح دینی پوهه او په اسلام د قربانی جذبه ونلری نه ماسوا بل هیڅوک هم پدی پست باید مقرر نکړی باید صحیح ئې وتلی. ته ورشه د ایران اخوندی رژیم ته وګوره چی څه رقم دی. د ټولو سیاسی پستونو د چارو چلونکی ئې ددې په څنګ کې چی مسلکی زده کړی لری نو د قم د اخوندانو تر لاس لاندی هم یو واری باید تیر شوی وی کنی هیڅکله هم وزیر کیدلای… نور لوستل »

طوطی

یو غربی سیاست پوه وایی: که غواړی چی یو ملت تباه کړی جنګ مه ورسره کوه د حکومت غټی چوکی یی هغو چا ته وسپاره چی د کار اهل نوی خود په خوده به هغه حکومت د سقوط خواته ولاړ شی. نن سبا پاکستان همدا کار کوی او طالب مشرانو ته یی امر کړی چی په هر پُست باندی ملایان وګماری که هغه مسلکی یا غیر مسلکی پوزیشن وی. طالب دی پدی نه مغروره کیږی چی ۴۲ هیوادونه یی مات ورکړی، که طالب نر وی اوس دی د یوه کوچنی هیواد مات اقتصاد او سیاسی وضعیت را جوړ کړی. هره… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x