افغانستان

قزاقستان له افغانستان سره د ۵۰۰۰ ټنه اوړو مرسته اعلان کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵ تله، ۱۴۰۰ل): د قزاقستان هېواد له افغانستان له خپلو بشري مرستو په لړ کې د پنځه زره ټنه اوړو مرسته کوي.

د چارو ادارې لوی ریاست (ریاست عمومي اداره امور) په ټویټر د ورکړل شوي خبر له مخې د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي «یرجان قاضیخان» په مشرۍ قزاقي پلاوي د افغانستان د رئیس الوزراء مرستیال ملا عبدالغني برادر سره لیدلي او پر دوه اړخیزو اړیکو یې خبرې او بحثونه کړي دي.

په ټویټ کې راغلي چې د لیدنې په ترڅ کې د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي افغانستان سره د ۵۰۰۰ ټنه اوړو د مرستې اعلان ترڅنګ ویلي، چې په اوسنیو شرایطو کې مونږ افغانستان یوازې نه شو پرېښودلای.

«د قزاقستان د ولسمشر ځانګړی استازي یرجان قاضیخان او ورسره مل پلاوي د رئیس الوزراء له مرستیال ملا برادر اخند سره ولیدل. د قزاقستان استازي وویل: په دې خاصو شرایطو کې افغانستان نه شي هیرولی، نوموړي له افغانستان سره د پنځه زره ټنه اوړو د مرستې سند هم د رئیس الوزراء مرستیال ته وسپاره.»

له بل پلوه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، چې یاد قزاقي پلاوي د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره هم لیدلي. نوموړی زیاتوي ددې لیدنې په ترڅ کې ښاغلي متقي د قزاقستان له بشري مرستو څخه مننه وکړه او افغانستان د نوي حکومت د بې طرفه بهرنۍ تګلارې په اړه یې هغوی ته معلومات ورکړل.

بلخي زیاتوي، د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي افغانستان ته د امنیت او ټیکاؤ له راګرځولو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې قزاقستان یو «پراګماتیک» او متوازن بهرنی سیاست لري او دوی غواړي د منځنۍ اسیا له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري.

د قزاقستان د ولسمشر د ځانګړي استازي په مشرۍ قزاق پلاوی په داسې مهال کابل ته راځي او افغانستان سره د ۵۰۰۰ ټنه اوړو د مرستې د اعلان سربیره د نورو همکاریو ډاډ ورکوي، چې تیره ورځ د افغانستان د رئیس الوزراء د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي ازبکستان یو ورځنی بریالی او له لاسته راوړنو ډک سفر ترسره کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

چارواکو ته! د الله لپاره په دغه مرستو مه خوشحالېږی بلکه ستاسو تر ټولو لویه دنده په اوسني وخت کې د یو پیاوړي نظام جوړول دي چې تر اوسه یې څرک نه ښکاري د الله په خاطر هغه اشتباه چې نورو کړې وه تاسو هم په هماغه اشتباه کې غرق یی (د نورو حذفول) پرون د بلخ قول اردو رئیس وایي چې دلته به یو صنف د دارالحفاظ لپاره خلاص کړم چې هغه حافظان چې د قرآن حفظ یې نیمګړی دی حفظ بشپړ کړي د خدای لپاره آیا ددې رئیس دنده همداده آیا دا عسکري قول اردو ده که دارالحفاظ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x