
بدخشان کې د بهرنیانو چورلکه نسکوره شوې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۹مه ۱۳۹۳ل): طالبانو د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو یوه چورلکه نسکوره کړې ده.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د بهرنیو ځواکونو چورلکه د بدخشان ولایت جرم ولسوالۍ په شخ کر سیمه کې هغه مهال وویشتل شوه چې د بمبار په نیت سیمې ته راغلې وه.
مجاهد زیاتوي چې چورلکه یې په دهشکا ویشتلې ده او په بشپړه توګه له منځه تللې ده.
ویل کیږي چې د چورلکې تر ویشتل کېدو وروسته د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد هوايي اډې ته د ځان رسولو په نیت ستنه شوه خو په لاره کې هوايي ډګر ته څېرمه نسکوره شوه.
مجاهد زیاتوي چې چورلکه د اور په لمبو کې په بشپړه توګه له منځه تللې او پکې سپاره کسان ټول ایرې شوي دي.
بهرنیو ځواکونو تر دې مهاله د چورلکې د ویشتل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.