افغانستان

د امریکايي اتباعو په ایستلو کې د مرستې له امله امریکا له قطر څخه مننه وکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ تله، ۱۴۰۰ل): له افغانستانه د امریکايي اتباعو او د امریکايي اجنټانو د ایستلو پروسه کې د مرستې له امله امریکا له قطر څخه مننه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وايي، په همدې موخه یې پرون د یکشنبې په ورځ د قطر هېواد د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال عبدالرحمن الثاني سره د ټیلیفون له لارې خبرې کړې دي.

ددې خبرو په ترڅ کې بلېنکن له خپل قطري سیال څخه له دې امله مننه کړې، چې له افغانستان څخه یې د امریکايي اتباعو او هغو افغانانو په ایستلو کې مرسته کړې، چې له امریکایي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې هکله نور جزیات نه دي خپاره؛ خو انټوني بلینکن په یو ټویټ کې داسې ویلي: «مونږ د قطر د ملاتړ او دوه اړخیزې همکارۍ منندوی یو.»

قطر چې د افغانستان اسلامي امارت او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د اوږدو مذاکراتو، د دوحې د تاریخي تړون، د بین الافغاني مذاکراتو او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته هم د اسلامي امارت او امریکایي استازو د خبرو کوربتوب کړی، اوس هم د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو لپاره یو مهم پُل او د دواړو لورو لپاره د باور وړ ملګری بلل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x