شعـــــرونه

د مسئولینو نمبر/ مشال

صديق مشال

پرون مې ډېره په ړزه پورې لیکنه کړې وه، زړه مې و چې له یو ملګري سره یې شریکه کړم او تر نشر کولو وړاندې یې په اړه له چا څخه  مشوره واخلم، د درو څلورو لیکوالانو ملګرو، چې اوس څوک وزیران څوک رئیسان شوي وو، د واټساف نمبرونه مې وکتل کار یې نه کاوه، د نوي نمبر د پیدا کولو په لټه کې یې شوم، د یوه مې هم نوی نمبر نه کړ پیدا، له هغو ملګرو سره یې رابطه شکېدلې وه چې اوس فی الحال پر کار  نه وو، نو زه چې مایوس شوم، د مظلوم خو وروستنۍ وسله ښېرا وي؛ نو دا مي ولیکل:
تاسو پرې آمین کړئ.

چې کار پر دښت و،  راکول به هر پیاوړي نمبر
وو راسره د کمېسیون رئیس، هر غړي نمبر

چې کار به نه و، نو د ګپو تماسونه به وو
څلیرویشت ساعته به فعال و د زوی مړي نمبر

چې یو نمبر به دې د چا وغوښت نو دوه بې درکړل
ویل به یې دغه بل دوهم یې دی ځانګړي نمبر

اوس هر وزیر، معین، رئیس نوی واټساف جوړ کړی
دي یې بند کړي ها د دښت ملګرو وړي نمبر

د هر مسئول نمبر چې وغواړې له خوار ملګري
دایې جواب وي: نه لرم د نوموړي نمبر

کاشکي یې اوس نمبر پیدا کړم ورته دومره وایم
ملګريه! دغه د سړي دی که د پړي نمبر

دغه موقت سر پرستان دې خدای پرې ټول معزول کړي
چې یې فعال شي ها  زاړه هغه بلاک کړي نمبر

صدیق مشال که هم رئیس شو، بل واټساف به جوړ کړي
دغه واټساف چې یې پر جوړ دی دا دي ستړي نمبر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

په ما خلک قهر ول چه دتالبانو دلټی او نفسیتوب خبره می کړی وه. زه دیو سرپرست په نمره پسی ګرځیدم چه دیو بل دولت ډیر مهم خلک ورسره تماس ونیسی. نمری نه وی دیوه کس دواټس آپ نمره می پیدا کړه او خواهش می ځینی وکړ هغه راته پیدا کړی. دهغه واټس آپ فعال وو او پیغام می ورته پريښود مګر له جوابه سره ورک سو. وږی دی په نورو به هم دوږو ګمان کوی چه ددوی ډوډی ځینی ونه تښتول سی. که نه یو مسلمان او بیا طالب ولی دومره بی مسؤلیته سی. ما هم ددوی بی مسؤلتی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x