
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ تله، ۱۴۰۰ل): د هند دولت د افغانستان په تړاو د روسيې، چین او پاکستان په شمول د سیمې هېوادونو امنیتي سلاکارانو غونډه رابللې ده.
هند پيشنهاد کړی دی چې دغه غونډه دې د نومبر په ۱۰مه او ۱۱ مې د دغه هیواد په پلازمېنه نوی ډهلي کې وشي.
تر دې دمه معلومه نه ده چې د افغانستان په اړه غونډې ته د افغانستان حکومت استازي غوښتل شوي دي که نه.
همدا راز د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان په تړاو د مسکو په غونډه کې چې د اکتوبر په شلمه کیدونکې ده، هم اشتراک کوي.
د افغانستان او هند تر منځ د نوي تحول وروسته روابط تر ډېره حده منقطع شوي دي.
هند د نوي حکومت د راتګ سره په کابل کې خپل سفارت وتړلو، د افغان اتباعو ویزې یې باطلې کړې، پروازونه يې لغوه کړل او له افغانستان یې عملا تجارت هم بند کړ.
د هند حکومت په لومړي ځل د نوي افغان حکومت له استازو سره د اګست په ۳۱مه دوحه کې وکتل او د مسکو غونډه به دوهم ځل شي چې نوی ډهلي او کابل به رسمي رابطه ټینګه کړي.
تمه ده چې افغان استازي به د مسکو په غونډه کې د هند د دولت سیاسي او امنیتي اندېښنې رفع کړي.
بهتره به وی چی دی غونډی ته افغان پلاوی هم وغوښتل شی. هند تجارت د چابهار د بندر له لاری د هغه توسعه کول او پراختیا ډیره اړینه ده همدی ته سیاست وایی که غواړی چی د پاکستان تجارتی فشا پر تاسو کم شی.