ادبي لیکني

د شهيد انعام الله انعام د شهادت خاطره/ دوهمه برخه

م. رضوان الله فیضاني

له مدرسې څخه د کور پر لوري روان شوم، شهيد هارون هم راسره و، منډې مې وهلې هغه هم راسره په منډو و، د باغبانو بازار ته ورسېدو، انتظار مو وکړ خو موټر نه پيدا کېدل، ځکه چې ډېره غټه چاپه وه، هر سړي ځان يو طرفته کړی و، لنډه دا چې يو موټر راغی پکې سپور شوم د کور خواته لاړم، چې لږ وړاندې ورسېدو موټر يو ناڅاپه ودريد، موټروان وويل چې ښکته شئ وړاندې نه ځم فوځيان ولاړ دي، حالات نازک او اضطراري دي ومو نه ولي.

له موټر څخه راښکته شوم او د دښتې لاره مې ونيوله په منډه روان وم، نيم ساعت پياده مزل به مې کړی وي چې کور ته ورسېدم، کور ته ننوتم ما ګومان کاوۀ چې کور کې به زنانه د انعام الله له شهادته خبر نه وي، خو چې ومې کتل کيسه ګډه وډه وه، له هر څه خبر شوي و، د زنانه وو ژړا او فرياد رانه لاره ورکه کړه، کور کې نارينه څوک نه و، ځکه چې زمونږ مشر ورور فوځيانو په اسيرانو کې بېولی و او عرفاني په مدرسه کې و، بس يواځې زه وم، د مورکۍ حالت مو بيخي خراب و، حواسو يې سم کار نه کاوۀ، يواځې دا الفاظ
يې ويل چې يا الله توبه او د انعام الله نوم يې په خوله و …

متعال رب ماته توفيق راکړ، د رسول الله ﷺ د وفات صحنه او دروند غم راپه زړه شو، چې د صحابه کرامو عصابو کار پرېښی و، کله چې ابو بکر صديق رض الله تعالی عنه راغی، نو په مسجد کې يې دوه رکعاته لمونځ ادا کړ، له هغه څخه وروسته يې صحابه کرام مخاطب کړل … نو پر مؤمنانو باندې تر ډېره حده پورې دغه لوی او دروند غم راسپک شو، ما هم د ابوبکر صديق رضی الله تعالی سنت پر ځای کړل، اودس مې وکړ او دوه رکعته لمونځ مې ادا کړ، له الله ﷻ څخه مې صبر او استقامت وغوښت، نو الله تعالی مې پر زخمي زړه پټۍ ولګوله او تر ډېره حده مطمئن شوم، حواس مې ټول پر ځای شول.

څه وخت چې ډزو زور اخيستی و اکثر خلک د ډاک خواته په وتو و، نو زمونو مور هم انعام الله ته ويلي و چې ته هم
د ډاک خواته لاړ شه، هسې نه چې فوځيان دې رانه بوځي …
هغه يې هم خبره منلې وه او له کوره وتلی و، خو اجل يې پوره و د ډاک پر ځای د سرک خواته تللی و، چېرته چې له فوځيانو سره د مدرسې او مکتب د شاګردانو اخ او ډب شروع شوی و، دۀ هم له خدايه همدا ساعت غوښت، نو دی هم ورسره يو ځای شوی و، تر دې پورې چې هم هلته مخامخ
د شهادت لوړ مقام ته رسېدلی و.

تر ټولو عجيبه او دردونکې صحنه دا وه !!!
کله چې ډزې زياتې شوې وې او حالت نور هم په خرابېدو و، نو د کمپ ټول خلک وارخطا و، هر چا ويل چې خدايه خير کړې زما ځوی، ورور يا د کورنۍ کوم غړی نه وي لږېدلای، زمونږ د سپين سرې مورکۍ هم تشويش زيات شوی و، په انعام الله پسې د باندې وتلې وه چې له ماشومانو څخه يې پوښتنه وکړي …
زمونږ مورکۍ کيسه کوي چې کله له کور سره نيږدې مسجد ته ورسېدم، هلته له دېوال سره څو تنه تنکي ځوانان خفه خفه ناست و، وای ما ترېنه پوښتنه وکړه چې وه ځامنو !!! ډزې خو بيخې زياتې دي دا څه بد حالت روان دی، خير خو به وي، څوک خو به لږېدلي نه وي ؟…
وای هغوی په جواب کې راته وويل :
چې مورې پوښتنه يې مه کوه ډيره بده پېښه وشوه.
ويل ما ورته کړل چې څه پېښه وشوه ؟
وای هغوی راته وويل : چې هغه مشهور او تکړه نعتخوان ماشوم انعام الله انعام د شهادت لوړ مقام ته ورسېد …
مور مې ويل: چې نور مې په سترګو توره شپه راخوره شوه، په ځان پوهه نشوم، ماشومانو له لاسونو نيولې وم او کورته يې بېولې وم، ايله په کور کې په ځان يو څه پوهه شوم …

نور بيا …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

مکتبیانو زر زله تری قربان او صدقه شی ، د رسول الله ( ص ) پر شاگردانو مو هیس وخت رحم ونکرو !
که د هدایت ور وی نو عذاب وجدان به مو کره وی د ابد د پاره ، او که د هدایت لار نه خوخوی نو د اولادو سره مو په دنیا او آخرت کی رنگ رنگ عذابونه له منتقم رب سخه ورته غوارم !

غوربندي

ښاغلی عبدالله مجید وردګ صاحب احساسات مو د قدر وړ دي اما یوه ګیله او نیوکه لرم چې د مدرسې او مکتب تر منځ درز اچول مو د منلو وړ نه دي. په یوه څپړ سل مخونه مه وهۍ،، مکتبيان که خاین او قاتل وو هم تر شا یې د یو درځن سوء عالمانو (خزلهم الله فی دارین) فتوی وجود لاره. مکتب هومره تباه کوونکی نه دی اما که مدرسې ته یو تن کم اصله هم لار ومونده او ملا شو نو د یوې پېړۍ تباهي رامنځ ته کوي. هیله ده خپله خبره بېرته واخلې او په همدې پلټفارم کې… نور لوستل »

عبدالله مجید وردک

محترم غوربندی صاحبه مننه د نصیحت سخه مو ، که کوم موءمن مکتبی راسخه آزرده شوی وی ، خو فکر نکوم که کوم گلبدینی رانه خفه وی نو کیدای شی ، نه په چا ترلی یم او نه نفاق خوخوم ، د خوژ نبی ( ص ) شاگرد می په عمل کی ولید او بلمقابل د خرسچف ، بیگم سنگ ، سرکوزی ،مستر دول ، قمرگلی ،شاگردان هم ! اوس نه پوهیگم چی ته می چاته مجبوروی چی بخنه تری وغوارم ؟
مننه

غوربندي

ښاغلی عبدالله مجید وردګ صاحب

دا خو ډېره د خوشحالۍ خبره ده چې تاسو نفاق نه خوښوۍ نو پس له داسې څرګندونو هم پرهېز وکړی کوم چې د مکتب او مدرسې تر منځ نفرت خپروي،،

تاسو مجبور نه یاست له چا بښنه وغواړی ،، الله تعالی مو وبښه او له ما سره مو هدایت په نصیب شه،، آمین

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x