شعـــــرونه

په اعمالوکې ابليس/ نومير

فدامحمد نومير

چې په ژبه مسلمان په سر کافر وي
فکر او هوش يې د شيطان په لاس اسير وي

په ظاهر بڼه يې کله مه تير وځه
دا دښمن د مسلمان د بل اجير وي

همېش پاشي مرداري په هر يو لوري
نجاست کې هم نجس لکه خنزير وي

نه يې خير رسي اسلام او مسلمان ته
په اعمالو کې ابليس غوندې شرير وي

په تخريب د مسلمان اسلام کې غرق وي
د يهودو نصارا په دام کې ګير وي

قول و فعل يې همه واړه نفرت دی
په خوله يو په زړه يې بل سره توپير وي

تن ناولی، سوچ ناولی جامه ټوله يې ناولې
ناولتوب د داسې کس هميش کثير وي

نه ويسا نه اعتبار ور باندې وسي
مختورن په دواړو کونو کې اخير وي

د نومير کرکه له داسې خلک مخلوق سې
چې و دين ته د اسلام ټګ او مضر وي

متحده ايالات ، کلفورنيا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

دیره مننه وروره د مکتبیانو حال دی بیان کر ، هغه چی په چوپر د کمونستانو او ناتویانو کی لگیا وو !
دوی د مدرسی په وراندی تیت او ذلیل شول ، آخرت یی هم برباد دی انشاالله

غوربندی

په تبلیغاتي جګړه کې د امریکایانو را روانې نوې پروژې چې د خپلو سل ډالري افغاني اجیرانو ته یې په نظر کې نیولې دي یو ډول یې هم دا ده چې د مکتب او مدرسې تر منځ نفرتونه وزېږوي.

عبدالله مجید وردګ صاحب

ما خو خپل نظر څرګند کړ،، د تا سپینول د تا کار شو !

عبدالله مجید وردک

د جاپانی ناکامورا او میدانی ریس وکیل په سیر می مکتبی ونه لید !
الله پاک دی مونگ تولو ته هدایت وکری او زمونگ د علماوو پخی دی ونه خویوی او د صراط المستقیم سخه مو دی منحرف او منصرف نکری ، دا همیش زما دعا ده، !
محترمه بله داچی زه می ایمان او قلم نه خرسوم ، په دی نابوده دنیا او یو سو ورزی ژوندون ، رسول الله ( ص ) نه خفه کوم ، شک وه کوه وروره

عبدالواحد اڅګزۍ

لکه ملايان چه ظاهرا” انګريزا نودطالب نوم پرايښۍ دي دغه شلګزۍ ږيرو والاوو ته چه له دوحى راروان وى تاسى په الله قسم ورکۍ چه څوشهيدادى ورکړى دى ددوى پشى هم نه ده مړه سوى ټول دعواموځوانانو قربانۍ ورکړى دى ـ په دوحه کى هم (I S I) رهنمايي کول خبرى هم ندى زده قط دذکات اوصدقوټولول يي ښه زده دى، عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x