نړۍ

د افغانستان په اړه د مسکو ناسته؛ ښايي امريکا هم په کې ګډون وکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ تله، ۱۴۰۰ل): د روانې اونۍ چهارشنبې په ورځ مسکو د افغانستان په اړه د يوې مهمې ناستې کوربه دی او ښايي امريکايي چارواکي هم په کې ګډون وکړي، خو سپينه ماڼۍ تر اوسه په دې اړه د رسمي غبرګون له ښوولو ډډه کوي.

افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ويلاديمير پوټين ځانګړي استازي ضمير کابلوف څو ورځې وړاندې ويلي و، چې د افغانستان روان وضعيت او پرمختګونو په اړه به د ټرايکا هېوادونو ځانګړې ناسته په مسکو کې جوړه شي.

امريکا، چين، روسيه او پاکستان د ټرايکا ګروپ غړي دي.

ضمير کابلوف د دې ناستې کره نيټه نه وه ښولې، خو روسي رسنيو د چارواکو له قوله ليکلي و، چې دغه ناسته به د اکتوبر په ۲۰مه د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ جوړيږي.

ښاغلي کابلوف ويلي و، دوی هڅه کوي، چې د افغانستان په اړه د ټرايکا ګروپ ټول غړي هېوادونه يو دريځ ولري او د همدې موخې لپاره يې دا ناسته راغوښتې ده.

بل پلو د امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پرايس تېره ورځ په واشنګټن کې يوې خبرغونډې ته ويلي و، چې امریکا هم په دغه ناسته کې د ګډون هوډ لري.

د نيډ پرايس په وينا، کله، چې د افغانستان خبره کيږي، نو امريکا هڅه کوي، چې د روسيې په څېر هېوادونو سره همغږي وکړي.

دی وايي: «موږ پخوا هم د افغانستان په اړه له روسيې او نورو ښکېلو هېوادونو سره په اړيکه کې وو او اوس هم يو.»

نوموړي ويلي، دوی په دې هڅه کې دي، چې په راتلونکي وخت کې داعش خراسان او نورې ترهګرې ډلې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر خلاف ونه شي کارولی.

چين د دغې ناستې هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې د افغانستان په تړاو دغه ناسته به په دغه هېواد کې د سولې، کرارۍ او ټيکاو لامل شي او له همدې امله يې دوی هرکلی او ملاتړ کوي.

د افغانستان اسلامي امارت په استازولۍ به د رياست الوزراء مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د لوړپوړي پلاوپ په مشرۍ په دغه ناسته کې ګډون وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یو ټویټ کې ویلي، چې ښاغلی حنفي به په دغه ناسته کې د مختلفو هېوادونو له استازو سره پر اړونده موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x