
متقي: داعش ځپل شوی، خو پر افغانستان د بندیزونو او فشارونو له امله يې روحيه قوي کيږي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ تله، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي ويلي، داعش ډلې په افغانستان کې ماتې خوړلې، خو پر افغانستان د امريکا د بنديزونو له امله د دغې ډلې روحیه قوي شوې ده.
ښاغلي متقي د دغو فشارونو سپيناوی نه دی کړی، خو د افغانستان اسلامي امارت له حاکميت څو ورځې وروسته امريکا د افغانستان نږدۍ لس ميليارده ډالر کنګل کړي او وخت پر وخت افغان حکومت د بشري او ښځو حقونو ته په نه درناوي تورنوي.
د بهرنيو چارو سرپرست وزير ترکيې ته د خپل سفر پر مهال له اناضولو خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پر مهال ويلي، چې داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې، پوځي ځواک او ځانګړی مرکزيت نه لري، خو له ډېرو لارو ورته تبليغات او پروپاګند کيږي.
د ښاغلي متقي په وينا د تبليغاتو او پروپاګند له لارې داعش ته روحيه ورکول کيږي او هڅه کيږي، چې افغان حکومت کمزوری وښول شي.
نوموړي زياته کړې، چې پر افغان حکومت بندیزونه او فشارونه د دې لامل کيږي، چې د داعش روحيه قوي شي.
«کوم بنديزونه چې پر افغانستان لګېدلي، له بهره پر حکومت فشارونه زياتيږي، د افغان حکومت په رسميت نه پيژندل او دې ته ورته نورې ستونزې او فشارونه د دې لامل کيږي، چې داعش روحيه واخلي.»
مولوي متقي د افغان کابينې يو تر ټولو فعال او غښتلی وزیر بلل کيږي او هڅه کوي، چې له نړۍ سره د اړيکو لپاره د باور فضا رامنځته کيږي.
نوموړي په کابل کې د بهرنيو هېوادونو له سفیرانو او راغلو چارواکو سره تر ګڼو ليدو وروسته تېره اونۍ په قطر کې د امريکا، اروپايي ټولنې او قطر سربېره د يو شمېر هېوادونو له چارواکو او استازو سره وليدل او تر هغه وروسته ترکيې ته لاړ.
ښاغلی مقتي هڅه کوي، چې د نړۍ او په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو چارواکي په دې قانع کړي، چې د افغانستان حکومت بايد په رسميت وپيژندل شي.
تر اوسه کوم هېواد د رسميت پيژندو لپاره ګام نه دی اخيستی خو داسې خوشبيني شته، چې ښايي په لنډ راتلونکي کې ځينې هېوادونه د افغانستان حکومت په رسميت وپيژني.
د داعش روحیه پر افغانستان د بندشونو او فشارو باندي نه پیاوړې کیږي، بلکه په دې پیاوړې کیږي چي امارت د زرو کلونو راهیسي په دوشنبه لمانځل کیدونکې د مولود شریف رخصتي و سه شنبې ته واړوې. عقلدانې.