افغانستان

د تورخم له لارې د پاکستان سفارت سره ثبت شوي افغان محصلین پاکستان ته تللي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ تله، ۱۴۰۰ل): د پاکستان سفارت وايي چې هغه افغان محصلین چې له دوی سره یې پخوا نوملیکنه کړې ده کولای شي د تورخم له لارې پاکستان ته د تحصیل لپاره ولاړ شي.

د پاکستان د سفارت یوې اعلاميې کې راغلي دي چې هغه ۹۸۶ افغان محصلین چې د  ستمبر له ۱۵ تر اکتوبر ۷ پورې يې په کابل کې د پاکستان سفارت سره نوملیکنه کړې وه، اوس کولای شي د تورخم له لارې پاکستان ته ولاړ شي.

دوی په خپله ویبپاڼه  د هغه محصلینو چې کولای شي د تورخم له لارې پاکستان ته ولاړ شي، لستونه خپاره کړي دي.‎

افغان محصلینو هم نن ټکی اسیا ته تایید کړې چې د تورخم له لارې د تګ اجازه ورکړل شوې ده.

عبدالوکیل چې په اسلام اباد کې ماستري کوي او تېره ورځ د تورخم له لارې پاکستان ته تللی دی، نن ټکی اسیا ته وویل چې په تورخم کې لومړی د دوی نومونه په لست کې کتل کیږي او که چېرته يې لست کې نوم وي بیا یې د کرونا تست کیږي چې باید منفي وي.

هغه زیاته کړه که تست منفي وي بیا یې نیږدې قرنطین مرکز ته وړي.

د عبدالوکیل په وینا دوی يې یوه ورځ قرنطین کړي وو او وروسته یې اجازه ورکړه چې خپلو پوهنتونونو ته لاړ شي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې له افغانستان سره ټول ځمکنۍ لارې د محصلینو په شمول د ټولو پلي مسافرو پر مخ تړلي دي.

ډیری محصلینو نن ټکی اسیا ته شکایت کړی و چې د تورخم لارې د بندیدو له کبله یې درسونه قضا شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx