افغانستان

محب او نادري د لندن په سرکونو لیدل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ تله، ۱۴۰۰ل):د ملي امنیت مشاور حمدالله محب او د سولې وزیر سیدسادات منصور نادري د لندن په سرکونو  لیدل شوي دي.

هغه عکسونه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي په کې د تېر رژیم د ملي امنیت مشاور حمدالله محب او د سولې پخوانی وزیر سیدسادات منصور نادري په قیمت ترینه موټر کې لیدل شوي دي.

د ګوګل نقشې د معلوماتو پر اساس  د محب او نادري  عکس د لندن په مري لیبون سیمه کې اخیستل شوی دی چې د دغه ښار یو له معتبرو ځایونو ګڼل کیږي.

د انترنیتي معلوماتو پر اساس هغه موټر چې محب او نادري په کې لیدل شوي دي بنټلي کانتیننتل جي ټي سي نومیږي او د لندن په بازارونو کې یې نرخ تر ۱۵۰پاونډ (شاوخوا دو لکه ډالر) زیات دی.

حمدالله محب د اشرف غني د حکومت پر مهال په امریکا کې د افغانستان سفیر او بیا د ملي امنیت مشاور و.

هغه د کابل تر سقوط لنډه موده مخکې په ننګرهار کې ویلي وو چې کابل په «بې غیرتۍ» نه خوشې کوي او طالبان به د ده پر مړي تیریږي او ارګ به نیسي. خو محب مخکې تر دې چې طالبان کابل ته داخل شي له اشرف غني سره یوځای ازبکستان ته وتښتېد.

سید سعادت منصور نادری بیا د ښارجوړونې وزیر او د سولې د هیئت غړی و. هغه د انګلستان تابعیت لري او هلته یې زده کړې کړي دي.

د لندن په سرکونو په قیمت بها موټرو کې د پخوانیو چارواکو ګرځېدل پر دوی د فساد تورونو او هغه ادعاو ته لا تقویه ورکوي چې دوی افغانستان ته د ابادۍ په نیت نه؛ بلکې له افغانستانه د میلیونونو ډالرو د غلاکولو په نیت راغلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ورک ځاځی

دا کوم موټر کى چى سپاره دى دا بنټلى Bentley نوميږى. او د ډيرو اميرو انګريزانو او مليونرانو د وس نه هم بره ده چى دا موټر وچليى. چى د دوى به څومره تنخوا وه په افغانستان کي? الله سبحان وتعالى د دوى سره حساب وکړى نو.

خوګياڼي

که غربي نړۍ په رښتیا د بشري حقوقو مدافع وکيلان وي نو سمدستي دى هغه ټول په فساد ککړ لوړ رتبه او معمولى مامورين افغانستان ته حواله کړي چې حساب او کتاب ور سره وشي.

احمد

د ملی امنیت پخوانی مشاور (تش په نامه)

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x