نظــر

ولې د طالبانو امارت په رسمیت نه پیژندل کیږي؟/ دوهمه برخه

دوکتور م، عثمان تره کې

کله چې د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې هوکړه لیک په امنیت شورا کې پرته له کوم مخالفت څخه تصویب او راجستر شو د افغانستان سوله او جګړه د امریکا، طالبانو، ناټو او اروپايي تولنې د انحصار څخه ووت او پراخ نړیوال اړخ يې ونیوه.

لویدیځ پدي بریالی شو چې د ملګرو ملتونو له چینل څخه د افغانستان د دوسیې په محور باندې ټوله نړۍ ځان سره متحده کړي، د نړۍ په کچه د تروریزم او سیاسي اسلام په ضد جګړه او د لويدیزې نړۍ د ارزښتونو څخه دفاع، افغانستان دوسیي ته نړیواله پروژوي بڼه ورکړه. دا د دویمې نړیوالې جګړې نه وروسته په بین المللي تعاملاتو کې نوې خبره وه.

دلته د یو هیواد ملي واکمني چې د ملګرو ملتونو د جوړېدو منطق جوړوي حاشیې ته لویږي:
غړی هیوادونه سیاسي او اخلاقي مکلفیت لري چې د « ریال پوليټیک» د ضوابطو په پام سره تر لاس لاندې پروژه اَن د نړیوالو قوانینو په نه پام سره پلې کړې.

لاندې ناقانونه اقدام ته پام واړوي:« د اکتوبر په ۷مه نېټه ملګري ملتونه افغانستان کې د بشر ضد جنایتونو پلټلو لپاره د یو ځانګړي پلټونکي ګومارلو پریکړه کړې ده». پلټونکی داسې یو هیواد ته ورلیږل کیږي چې تر اوسه پورې په رسمیت نده پیژندل شوی او هیڅ حقوقي مکلفیت نه لري چې پلټونکي ته هرکلی ووايي.

په هرحال! افغانستان د مکافات ( اقتصادي مرستې، رسمیت پیژندنه …) او مجازات ( اقتصادي بندیزونه، رسمیت نه پیږندنه …) په نړیوال نظام کې چې د زبر ځواکونو له خوا مدیریت کیږي قهراً ورګد شو.

د اسلامي امارت رسمیت نه پیژندنه لاندې لاملونه لري:

۱ – د دوحې د هوکړه لیک په سرخط کې داسې راغلي: « په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پېژني او د طالبانو په نوم یې پېژني او د امریکا د متحده ایالتونو تر منځ توافقنامه».

ورپسې د هوکړه لیک په متن کې ۱۶ واره د « اسلامي امارت » اصطلاح تر څنګ راغلي: « …چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني . . . ».

خو د جګړي اړخونه د هوکړه لیک په دریمه برخه ( دوهمه فقره ) د  راتلونکي « نوي افغان اسلامي حکومت » د جوړیدو په سر باندې په لاندې ډول موافقې ته رسیدلي دي.

دواړه لوري « … یو له بل سره مثبتې اړیکې غواړي او هیله لري چې د متحده ایالتونو او د بین الافغاني ډیالوګ او مذاکراتو له لارې تر جوړجاړي وروسته د نوي ( افغان اسلامي حکومت ) تر منځ اړیکې مثبتې وي … ».

طالبانو مخکې پر امریکا تور پورې کړی چې د دوحې له هوکړه لیک څخه په کراتو تخلف کړی دی. خو طالبانو پخپل وار کابل ته په راتک سره د « نوي افغان اسلامي حکومت » په ځای د « اسلامې امارت » په اعلام ( چې په واک کې یې ملا صاحبان او آخوندان انحصاري قبضه لګولې ده ) د دوحې له هوکړه لیک څخه بربنډه تیری کړی دی. دا د امریکا له خوأ د اوسني اسلامي امارت د رسمیت نه پېژندنې بنسټیز لامل ګڼل کیږي.

۲- لویدیځوال هیڅکله سوچه اسلام په واکمنۍ زغملی نشي:
زموږ په یاد دي چې څنګه کلونه مخکې په الجزایر، فلسطین او مصر کې سیاسي اسلام چې د ټاکنو له لارې د حکومت جوړولو په درشل کې و د توطيو ښکار شول.

طالبان چې خپل اسلامي امارت د « امر بالمعروف و نهی عن المنکر » یعنې سوچه اسلام په محور باندې جوړ کړی د نړۍ په کچه حساسیتونه راپارولي دي. ټوله نړۍ د اسلامي امارت د نه پيژندنې پر دریځ باندې يو موټی او متحد دریځ نیولی دی.

۳ – طالبانو د اسلامي امارت په اعلام او د ملایانو په لاس د قدرت په انحصار د افغانستان د متخصصینو او مسلکي روشنفکرو سره عقده مندانه او انتقام جویانه چلند وکړ، طالبانو خپل دریځ داسې توجیه کوي چې د افغانستان د څلویښت کلن ناورین اصلي مسئولین د ښوونځي او پوهنتون فارغان او د لویدیځ څخه راغليو سوسیال خوران دي.

د خاين، وطن پلورونکي او مزدور مکتبیانو د مسئولیت څخه انکار کولی نشو. خو د ښوونځي او پوهنتون ټول فارغان نفي کول د انصاف څخه لرې دي: په دوه لسیزو کې ګڼ شمیر روشنفکر او مسلکي کسان د خپلواکۍ د داعیې د دفاع په موخه له طالبانو سره په واحد دریځ کې قرار درلودل.

افغان مسلکي کسان او متخصصین زیاتره د لویدیځو هیوادونو د پوهنتونونو او فرهنګي موسساتو فارغان دي. اسلام، وطن او خپلواکۍ ته ژمن مکتبیان د اسلامي کلتور او لویدیځ تمدن تر منځ پُله جوړوي. هغوی د واکمنۍ څخه لرې ساتل د لویدیځ تمدن سره د جګړې اعلان په معنا تعبیرولی شو. د طالبانو امارت رسمیت نه پیژندنه، اعلان شوې جګړې ته د لویدیځو هیوادونو طبعي غبرګون ښيي.

۴- طالبانو د مقاومت او جهاد په بهیر کې د سیمې په کچه د ګڼ شمیر اسلامپالو ډلو سره اړیکې پاللې. د لویدیځوالو له نظره طالبان د خپلې واکمنۍ په موده کې نشي کولی خپل عاطفي او عقیدوي علائق له مخکینیو متحدینو سره پرې کړي.

د طالبانو د امارت په ترکیب کې اهل مسلک او تخصص یعنې اعتدالي مسلمانان چې طالبان د حکومتولۍ په برخه کې له نړیوالو حساسیتونو او واقعیتونو  سره آشنا کړي، شته والی نه لري.
د طالب په واکمنۍ کې داسې کړي چې دوی وهڅوېعي چې د اسلامي ارزښتونو په ساتنې سره د مخکنیو متحدینو سره د « د ورورۍ او دوستۍ» د فورمول له مخې چلند وکړي نه لیدل کیږي. بناًء د بهرنیانو له انده که اسلامي امارت په رسمیت وپیژندل شي، افغانستان د تروریزم او رادیکال اسلام د صدور په مرکز بدلیږي.

۵ـ د جهاد او مقاومت په موده کې له طالبانو څخه د پاکستان کوربه توب، د دې لامل شو چې د ځینو دیپلوماتیکو کړیو په نزد طالبان په سیمه کې د پاکستان د نیابتي جګړې د لشکر په حیث وپیژندل شي.

په سیمه کې د پاکستان پوځ او استخبارات ځینو اسلامي ډلو له یوې خوا د خپل بهرني سیاست د افزار په توګه کارولی او له بلې خوا ترې نه په قبایلي سیمو کې د ناسیونالستانو په ضد استعمال کړي دې.

پاکستان، افغانستان اسلامي امارت واکمنۍ ته چي ټوله له مخلصو ملایانو څخه جوړه شوې او په کې افغان ناسیونالستان ونډه نلرې ځانته د یو ستراتژیک غنیمت په توګه ګڼي. له همدې کبله کله چې طالبان خپل امارت اعلام کړ پاکستاني چارواکو د نوې واکمنۍ د رسمیت پېژندنې په موخه ښکته او پورته په کمپاین پیل کړل.

له طالبانو سره د پاکستان د مغرضانه دوستۍ جذبات د لویدیځوالو له انده هغه ګومان چې طالبان د پاکستان د ستراتیژیکو مقصدونو لپاره یو لاسوند دی، په یقین بدل او د رسمیت پېژندنې پروسه له ځنډ سره مخ کړه.

۶- پاکستان د چین ستراتیژیک ملګری د یو منفعل او د واقعیتونو څخه لرې دیپلوماسۍ په ترڅ کې غواړې په سیمه کې افغانستان د خپل هژموني په حوزه کې وساتي. د ستراتیژیک قواوو انډول د چین او پاکستان په ګته واړوي. افغانستان د هندوستان او پاکستان په منازعه کې راکش کړي. لاندې پیښو ته پام واړوي:

الف- د سپتامبر ۵مه:
د قریشي په نوښت د سیمې هیوادونو په ګډون انلاین غونډه جوړه شوه. په غونډه کې پاکستان، ایران، چین، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان برخه اخیستې وه. د افغانستان دودیز دوست هیواد هند ته په غونډه کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

ب- د سپتامبر ۱۲ مه:
په استخباراتي غونډه کې چې د پاکستان د استخباراتو د مشر په کوربه توب جوړه شوې وه، روسیه، چین، او ایران ګډون درلود. د سیمې په کچه افغانستان ته ستر مرسته ورکونکی  هیواد یعنې هندوستان له غونډې نه لرې وساتل شو.

ج- د سپتامبر ۲۱ مه:
د پاکستان په بلنه روسيې، چینې او پاکستاني چارواکو د طالبانو رئیس الوزرأ ملا محمد حسن سره لیدنه وکړه. په غونډه کې هندوستان حضور نه درلود.

پاکستان سره د ګاوندیتوب ښو اړیکو ساتل باید د طالبانو د ډیپلوماسۍ په محور کې ځاې ولر خو داسې معلومیږي چې پاکستاني چارواکو د افغانستان د اوسني متزلزل او ناوړه حالت څخه په ګته اخیستنې سره  پدې لټه کې دي چې هر څومره ژر او په هره بیه کې چې وي د « عمق ستراتیژیک » هژمونیستي تیورې پلې کړي.

پایله:
په رسمیت نه پېژندنه د ديپلوماسۍ په لاس نرمه وسله ده. خو کله چې د سیاسي شرطونو سره مطرح او په ډله ییزه توګه وکارول شي، د خطر نه ډکې سیاسي، اقتصادي او امنیتي ناوړه پایلې لرلی شي.

د طالبانو حکومت، د رسمیت پېژندنې حقوقي شرطونه بشپړ کړي. خو سیاسي شرطونه په ځای پاتې دي. ځینې شرطونه نه د اسلام  او ملي کلتور سره په ټکر کې دي او نه د پښتونولۍ له دود او نرخونو سره. خو طالبان د غیرت په طلسم کې راګیر دي.

نن د نړۍ ټول هیوادونه خپل منځي اختلافاتو سره سره د اسلامي امارت د رسمیت نه پېژندنې په واحد دریځ کې قرار لري. اسلامي امارت د انزوا کندې ته لویدلی دی.

طالب د شریعت د ځانګړي تعبیر له مخې له نړۍ سره په جګړه لګیا دی، پوښتنه دا ده چې  دا جګړه عقلاني بڼه لرلی شي؟

واقعیت دا دې چې هغه کسان چې افغانستان ازادولی شي په یوازیتوب بې له افغان ولس له ملاتړ او د متمدنې نړۍ له مرستې ابادولی نشي.

پای

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Pattang

محترمه خبره د ډیرې لیکلې دي ، خو په ځای کې ډیر غلط تللی یې اوهغه دای چې ته لیکې که امارت په رسمیت و پی ژندل شي نو د تروریزم مرکز به ترې جوړ شي !! نه داسې نده که عمارت په رسمیت و پیژندل شي نو د نورو ممالکو استخبارات به د طالبانو له استخباراتو سره د تروریستانو د شتون او مخنیوی په برخه کې ګډ کارکوي تر څو چې ترور ورک شي !!!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx