افغانستان

کابل-ابوظبي تر منځ پروازونه بیا پیلیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ تله، ۱۴۰۰ل):  په دوبۍ کې د افغانستان جنرال قونسلګري وايي چې د کابل-ابوظبي تر منځ پروازونه بیا پیلیږي.

د راپورونو له مخې د کابل-ابوظبي تر منځ لومړی پرواز به د اکتوبر په ۲۰مه ترسره شي.

دغه پراوز چې د کام ایر شرکت له خوا به ترسر شي د اګست تر ۱۵مې وروسته به متحده عربي اماراتو ته له کابل هوايي ډګرڅخه لومړی تجارتي پرواز وي.

په دوبۍ کې افغان جنرال قونسل مسعود احمد عزیزي ویلي چې د کام ایر شرکت سره يوې هوکړې ته رسيدلي دي څو د اکتوبر د ۲۰مې په پراوز کې د افغان مسافرو جنازو ته لومړیتوب ورکړي څو افغانستان ته انتقال شي.

حاضره د کابل – دوحه او کابل – اسلام اباد تر منځ پروازونه کېدل چې ډیری يې کرایه شوي پروازونه دي.

د کابل – اسلام اباد تر منځ پروازونه وروسته له هغه بند شول چې د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د پاکستان نړیوال هوایي شرکت او کام ایر هوايي شرکت ته خبرداری ورکړ چې د ټکټ نرخونه د پخوا په څېر تنظیم کړي، خو د پاکستان نړیوال هوایي شرکت يې په غبرګون کې پروازونه بند کړل.

که څه هم د پاکستان سفیر د یاد وزارت له وزیر سره د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت د پروازونو د خلاصولو په تړاو خبرې وکړې او هم د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت خبر ورکړ چې پروازونه به په نورمال شکل پیل شي خو تر دې دمه بیا د کابل-اسلام اباد تر منځ د پرواز خبر نه دی ورکړل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx