ټولنیزه برخه

تاسو د تاریخ پاڼو ته سر ور ښکاره کړئ!

منيب احمدزی

تاریخ یو شی نه پناه کوي. بعضې تاریخونه دومره ارزښتناکې خبرې په یو سپین کاغذ لیکلي وي. ته به وایې. کاش چې دا خو یې د سپینو زرو په تخته او د سرو زرو په رنګ باندې لیکلې وای. او بعضې بیا داسې خبرې دي چې ته به وایې چې کاش دا خبرو لپاره بالکل په تاریخ لیکلو کې ځای نه وای ورکړل شوی.
خو تاریخ هغه کتاب دی چې ښه او بد نه پریږدي. پخوانی افکار پخواني کارونه پخوانۍ نیکې کارنامې او بدې کارنامې ټولې یې یوه یوه راخیستې دي.

مثلاً: مونږ که د ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه تاریخ ته سر ورښکاره کړو نو مونږ ته به یې یو فعل داسې مخې ته رانشي چې مونږ د هغه فعل د بدوالي تصور وکړو. نو هرې نیکې کارنامې ته یې سړی ګوته په غاښ شي.

او که بل اړخ ته د ابو جهل تاریخ ته سر ور ښکاره کړو. نو ما سوی له بدو نه به یې مونږ ته ښه په لاس نه راځي. نو هرې بدې کارنامې ته یې سړی ګوته په غاښ شي.

نو په دنیا کې هر قسم خلک تیر شوي بد تر قیامته پورې بد یادیږي او ښه یې تر قیامته پورې ښه یادیږي.

نو باید یو داسې شخصیت باید مونږ له ځان څخه جوړ کړو چې اينده نسل مونږ پسې دعا کوي او هسې نه چې اینده نسل مونږ پسې بد دعا کوي.

نو اوس یی وخت دی ځان ته وګوره څنګه چې غواړې هسې شخصیت له ځانه جوړولی شې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عباس

بلکل پر ځای خبره ده ورور جانه بايد موږ اولس ته هغه څه پريږدو چه هغه پري ووياړي نه دا چه هغه نفرت راسه وکړي او الله ته هم شرمنده نه يو
ډيره مننه 🍁

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx