ټولنیزه برخه

د نړۍ تر ټولو دنګ / لوړ ماشوم

ژباړه او زیاتونه: کفایت الله نافع

ډیری میندې او پلرونه د خپل اولادونو د قد، قامت او همدا ډول د هغوی د روغتیا، پوهې او زده کړې په اړه انديښنه لري، مګر کله کله داسې هم پیښیږې چې بیا ماشوم د خپلو والدینو لپاره د سر درد نه ګرځي، نو په همدې اساس هند کې یو داسې توانمن ماشوم هم شتون لري چې د عمر له کچې کوچنی خو د قد له پلوه ښه دنګ دی.

د هند د میروت سیمې اوسیدونکې تر ټولو دنګه او لوړ قامته ښځې (شویتا لیناکا) چې د قد اندازه یې ۷.۲ فوټه ده، داسې بریښي چې زوی یې د مور نوم ته په قد کې ماتې ورکوي.

دا د نړۍ تر ټولو دنګ او قامت لرونکی ماشوم، چې عمر یې اته کاله او نوم یې کرن دی د قد اندازه یې ۶.۶ فوټه دی.

د کرن مور باور لري کله چې یې زوی لویېږې، نو د خپلې مور په پرتله به د هغه قد هم لوړیږي او د خپل د مور ریکارډ ته به ماتې ورکوي.

کرن تر دا مهاله په بشپړ ډول روغ دی او د لوړ قد او سالم بدن په درلودلو، هغه له باسکیټ بال لوبې څخه خوند اخلي.

د کرن او د هغې د مور جامې او پیزار په اسانۍ سره په بازار کې نه پیدا کیږي، نو له همدې کبله دوی اړ دي چې باید خپلې جامې په ځانګړي ډول په درزي/ خیاط باندې وګنډي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx