افغانستان

د عبدالسلام حنفي په مشرۍ لوړ پوړی پلاوی مسکو ته روان شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ تله، ۱۴۰۰ل) د افغانستان د رئیس الوزراء د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ لوړ پوړی افغان پلاوی مسکو ته روان شوی دی.

افغان حکومت ته نږدې سرچینو نن ټکي اسیا ته ویلي، چې دغه لوړ پوړی افغان پلاوی نن د دوشنبې په ورځ ناوخته له کابل څخه د مسکو په لور روان شوی او ټاکل شوې ده چې مسکو سره به د سیمې او نړیوال امنیت ترڅنګ په سوداګریزو مسائلو هم بحثونه وکړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې یاد پلاوی چې د رئیس الوزراء مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي یې مشري کوي، په تشکیل کې یې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د سوداګرۍ وزیر حاجي نورالدین عزیزي، د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف او د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید هم شامل دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تراوسه ددې سفر په هکله رسما جزیات نه دي خپاره کړي؛ خو تمه څرګندیږي چې د مسکو کانفرانس به په نړیوال کچه د اسلامي امارت د اړیکو ټینګولو لپاره یوه ښه دریڅه وبلل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx