افغانستان

چین ته د افغاني جلغوزیو صادرات بیا پیلیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ تله، ۱۴۰۰ل): په کابل کې د چین ولسي جمهوریت سفیر وايي، ډير ژر به له افغانستان څخه خپل هېواد ته د جلغوزیو د صادراتو شرایط او آسانتیاوې برابرې کړي.

دا څرګندونې پرون ماښام په کابل کې د چین ولسي جمهوریت سفیر «وانګ یو» د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یو لړ ټویټونو کې څرګنده کړې، چې په دغه ناسته کې ښاغلي وانګ په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته د چین د بهرنیو چارو وزیر د راتګ په هکله هم خبرې وکړې.

بلخي زیاتوي، د خبرو پایله کې دواړو لوریو کابل ته د چین د بهرنیو چارو وزیر په راتګ موافقه وکړه، چې د سفر کره نیټه او کاري ملاقاتونو د تقسیم الاوقات په هکله به وروستۍ پرېکړه د دواړو لوریو په مشوره ترسره کیږي.

په دغه مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د چین له سفیر څخه له دې امله مننه وکړه، چې چین ته د افغاني جلغوزیو د صادراتو لپاره هڅې کوي.

چین ته د افغاي جلغوزیو د صادراتو هڅې په داسې مهال ګړندۍ کیږي چې د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې سږکال په افغانستان کې د جلغوزیو حاصلات زیات؛ خو بهرنیو هېوادونو ته د صادراتو د بندېدو له کبله یې بڼ لرونکي او سوداګر ټیټو بیو ته اندېښمن وو.

ددې سره همهاله کابل ته د چین د بهرنیو چارو وزیر سفر هم په سیمه ییزه او نړیواله کچه د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي دریځ پیاوړی کوي او له ممکنه سیاسي انزوا څخه یې په ساتلو کې اغیزناک تمامیږي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان د رئیس الوزراء مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ  او د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د کابینې د ګڼو نورو وزیرانو په ګډون افغان پلاوي ازبکستان ته د یو ورځني سفر ترسره کولو وروسته نن مازدیګر یو بل پلاوی د مسکو نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته روان شوی او تمه څرګندیږي چې له لاسته راوړنو ډک سفر به ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx