نظــر

په نظام د باور ترلاسه کولو نسخه

عبدالرقيب رقيب

د وخت اولی الأمر ته يو ځل بيا ملا چرګک (هدهد) اړين معلومات وړاندې کوي، هيله ده چې ګټور تمام شي. د اسلامي امت د ښېرازۍ او استقامت وسيله شي او د حقيقي واکمن په دفتر کې د خوار کاتب مسؤليت ورباندې پوره شي.

د الله رسول ﷺ فرمايلي دي “… اﻹﻣﺎﻡ ﺭاﻉ ﻭﻣﺴﺌﻮﻝ ﻋﻦ ﺭﻋﻴﺘﻪ… ” بخاري

عمر فاروق رضی الله عنه سرګردانه ډير په تلوار روان دی، علي کرم الله وجهه ورپسې غږ کړ:
ای اميرالمؤمنين! چيرته روان يې؟
عمر وويل: د بيت المال يو اوښ ترهېدلی دی غواړم ترلاسه يې کړم.

علي وويل: ورستني اميران خو دې عاجزه کړل. عمر وويل: ای ابو الحسن! ما مه ملامتوه، قسم په الله، که د فرات په هاااغه غاړه د وزې يوه وړوکی بچی نادرکه شي د قيامت په ورځ به عمر ورباندې ونيول شي. رضی الله تعالی عنهم. محض الصواب…

ددې لپاره چې د قيامت په ورځ څه ناڅه نجات پيدا کړي د وخت امیرانو خپل مسؤليت ته د رسيدګۍ لپاره مختلف پلانونه په کار اچولي دي.
که څه هم د تفصيل اړتيا به نه وي خو مذاکره ګټوره ده.
په نبوي ﷺ دور او راشده خلافت کې رسول اللهﷺ او د هغه هر خليفه په عامه ځايونو کې شپه ورځ ګرځېده، هر مظلوم ورته لاس رسی لرل، هر خائن يې مستقيم څارۀ.

بيا چې اسلامي نړۍ پراخه شوه او د دښمنانو له لاسه بيا بيا اسلامي اميران په نښه او شهيدان شول نو مسؤليت ته د لاسرسي طرز هم بدل شو.

د خيرالقرون په لومړيو کې خلکو په وعظ عبرت اخيست د قضاء پرېکړې ته پابند وو؛ نو په قاضيانو او وعظونو بسنه کېده. وروسته چې خلکو تغالب ته مخه کړه او له حق نه په بغاوت، سر شول په قضاء او وعظ يې اداره مشکله شوه هغه و چې د وخت امير ( عبد الملک بن مروان ) يوه بله شعبه ايجاد کړه چې “ولاية المظلمة” ورته ويل کيږي؛ کله چې په حکومتي چارواکو کې د واسطو او پيسو تر اثر لاندې مسؤولين پيدا شول رشوتونه عام شول نو د وخت امير(عمر بن عبد العزيز ) د ولاية المظلمة مستقیمه څارنه خپله وجيبه وګڼله او خپله به د خلکو د شکاياتو اوريدلو ته ځانګړې ورځ کښېناست، همدا لړۍ په عباسي خلافت کې هم له مهدي تر مهتدي ټولو اميرانو وغزوله.

په اوسنيو نظامونو کې هم د خلکو شکایاتو اوریدلو مختلف سیستمونه په کار اچول شوي دي مثلاً په جمهوریت کې شوراګانې او په امارت کې ملکي کمیسیونونه د یاد هدف لپاره کار کوي؛ مګر دغو جوړښتونو د حکومت جامه اغوستې وي، له ولسي رنګ نه د حکومت هغه ته ډیر لیوال وي، د ولس تر غږ د حکومت دریځ ته ډېر پابند وي، ولس یې د ځان نه ګڼي بلکې حکومتي چارواکي یې بولي، د ولس لاس‌رسی ورته کم وي، د فعالیت په شفافیت کې یې ستونځې وي، ولسي باور او ولسي پوښتۍ یې ضعیفه وي، دوی هم ځانونه د حکومت مؤظفین ګڼي او له خلکو سره د نورو چارواکو په څېر چلند کوي… د ولس او حکومت ترمنځ په رابطه جوړولو کې ستونځې لري او خلک خپل ځانونه او خپل ارمانونه پکې نه ویني!.

نو وخت او شرائطو ته په کتو اسلامي نظام ته لازمه ده چې یو داسې سیستم فعال کړي چې پوره صلاحیت ولري، سپیڅلی اساس ولري، د أمیرالمؤمنین مستقیمه نمائنده‌ ګي وکړای شي، د فرد فرد غږ ته لبیک ووایي، د هر مظلوم ناره واوري، هر مظلوم، نر او ښځه ورته خپل غږ ورسولای شي، بلکې داسې سیستم وي چې په اساس یې أمیرالمؤمنین د خپل رعیت د هر فرد غږ اوریدلای شي، أمیرالمؤمنین د دوی په وسیله د هیواد د هر مظلوم او بې چاره له حاله مستقیم خبر اخیستلای شي او مستقیم یې پوښتلای شي، داسې سیستم چې أمیرالمؤمنین د هیواد په ګوټ ګوټ کې د شپې او ورځې، میاشتې او کال چې په هر چا هر څه تیر شوي دي د انساني قدرت په انداز واوري او وویني، بلکې رسیدګي ورته ولري، مظلوم ته خپل حق ورکړي او ظالم په سزا ورسوي، داسې سیستم چې هیڅ واسطه، هیڅ زور او هیڅ فشار د مظلوم ستونی خپه نشي کړلای؛ داسې سیستم چې له امیره تر فقیره آن تر أمیرالمؤمنینه په ټولو باندې تسلط ولري او په هیواد کې موجود قدرتونه هر یو تر ګرېوان نیولای شي حق ورباندې منلای شي او حق ورنه ترلاسه کولای شي…

یا اقلًا جنایت یې بربنډ‌ولای شي؛ داسې سیستم چې که د امیرالمؤمنین د انتخاب مسئله رامخکې شي نو په ډیرې آسانۍ، په کم مصرف، کم وخت او د دښمنانو له هر ډول مداخلت پرته د هیواد مشر ټاکلی شي، په داسې حال کې چې د رقابتونو اور ته هم لمن نه وي وهل شوې، سمتي او ژبني اختلافات هم نه وي پارول شوي.

داسې سیستم چې پورتني صفات ولري په دې شکل ترلاسه کولای شو:
د هرې ولسوالۍ په سطحه د هر مسلک بانفوذه ماهرین دې تعین شي؛ د تعلیم، صحت، دیني چارو، امنیت، ټولنیز حالت، زراعت، رغنیزو چارو، صنعت او هرې برخې ماهرینو له جملې دي اقلًا دوه دوه نفره راټول شي؛ د ولسوالۍ د فقهي مجالسو رئیسان او معاونین دې ضرور موجود وي…
دا تعینات دې مستقیماً د أمیرالمؤمنین له خوا ترسره شي، البته اسانتیا، حالت او شفافیت ته په کتو دې ځانکړی چوکاټ ورته جوړ کړي او دومره باوري ټولی دې وي چې په ولسوالۍ کې د أمیرالمؤمنین نمائنده‌ګي وکړای شي.

دا ټولی دې د نظام له خوا څېړنیز مسؤلیت ولري، د موظفو مسؤلینو د کار نظارت به یې رسمي وجیبه وي، د خلکو شکایاتو او نظرونو ته لاسرسی به یې وظیفه وي، په حالاتو نظر او د لومړیتوبونو تشخیص به یې مهمه دنده وي، په نظام کې د ګمارلو لپاره به د مناسبو شخصیتونو نوملړ مشرتابه ته وړاندې کوي البته د خلکو له نظر اخيستلو وروسته به یې ثبتوي، خو خلک به په نظر ورکولو کې هغه معیارونه مراعتوي چې د نظام له خوا د هماغه منصب لپاره تعین شوي وي.

دا ناسته به د ولس په وړاندې د فعالو حکومتي مسؤلینو د محاکمه‌ کولو اجازه هم لري؛ که ځینې مسؤلینو له ولسي وګړو سره څه زیاتی کړی وي یا یې په بیت المال کې خیانت کړی وي یا یې د نظام په ضد او بدنامۍ کوم قدم پورته کړی وي نو خلک به په ډیر جرئت سره دلته خپل غږ پورته کولای شي او دا ټولې به د فوري څېړنې، اقدام او اجراء صلاحیت لري.

دا ټولی به په یو ټاکلي وخت مثلًا په هرو دریو اونیو یا هره میاشت.. کې یوه ناسته لري؛ دغې ناستې ته به د ولسوالۍ ټول عام خلک د راتللو اجازه لري، بلکې دعوت کیږي به؛ خو دولتي موظفین که راځي نو په عامه صفوفو کې به د عامو خلکو په حیث کښېني. د خلکو د غوښتنو او اړتیاوو لیست به ترتیبیږي. د چارو د لا سمون لپاره به د خلکو نظرونه اورول کیږي او د تصمیم‌ نیونې مراجعو ته به رسول کیږي.

که خبره د ولسوالۍ اړوند وي نو دلته به فیصله کیږي او که څېړنې یې وخت اخیست نو راتلونکې ناستې ته به ځنډول کیږي او په دوهمه ناسته کې به یې پرېکړه همدلته اعلانیږي؛ مګر که د ولایت په سطحه خبره وشي هغه به ثبتیږي او په ولایتي ناسته کې به ورباندې په همدې ترتیب بحث کیږي؛ مطلب دا چې په ولایتي سطحه به هم عینًا دغسې ناسته دائریږي.

د ټول هیواد ټولې ناستې به د ځانګړي تلویزیون له خوا په ویډیویي شکل ثبتیږي او د ځانګړي نظارت وروسته دې هماغه نقاط د همدې تلویزیون له مرکزي څانګې نشر شي چې د نشرولو وړ بلل شوي وي، البته که نورې رسنۍ وغواړي د مکملو صحنو د ثبتولو او نشرولو اجازه به لري هیڅوک به یې مخه نه نیسي. مګر أمیرالمؤمنین به دا ټول جریان په دقت ګوري که کله نور مصروفیات پېښ شي نو د ځانګړي او باوري ټیم له خوا دې دا صحنې وکتل شي کوم ځایونه چې د ملاحظې وړ وګڼل شول هماغه دې خامخا له أمیرالمؤمنین سره شریک شي.

که د دې ټولي په کوم غړي باندې خلک نیوکه لري نو اجازه به لري چې دلته یې شریکه کړي او پوره وضاحت ورنه واورېدل شي؛ که د موظف ټولي کوم غړي باندې خدشه ثابته شي نو أمیرالمؤمنین به یې د معزولولو فرمان صادروي، که لازمه وه نو سزا به هم ورکوي.

دا ټولی به په دغو ناستو کې د حکومت د بېلابېلو برخو نه د روانو پالیسیو په اړه خلک خبروي ترڅو ذهنیتونه جوړ او د ګډوډیو مخه نیول شوې وي. البته؛ ځینې محرم او استخباراتي اړخونه به نه پوښتل کیږي او نه به یې په اړه وضاحت بیانیږي.

▪ که دا چاره عملي شي نو د الله تعالی په حضور کې د أمیرالمؤمنین مسؤلیت به څه ناڅه سپک شي، أمیرالمؤمنین به وکولای شي چې د دې پوښتنې په ځواب کې یې یادونه وکړي چې ورته وویل شي «د رعیت د مظلمه او د هغوی ترمنځ د تعادل لپاره دي څه کړي وو؟!»

▪ که دا چاره عملي شي نو د لاریونونو کلتور به نه عامیږي، هغه چې ځینې خلک د خپلو حقوقو ترلاسه کولو لپاره لویې لارې بندوي او په سبب یې د ډیرو نورو حقوق له منځه ځي، مریضان متضرر کیږي، کارونه په ټپه دریږي او ورانکارو ته پکې فرصت ترلاسه کیږي.

▪ که دا چاره عملي شي نو د رسنیو لپاره به زیات سهولت رامنځه شي، رسنۍ چې د خلکو مشکلات وړاندې کوي خو حل ورته نه لري او نه د حکومت له خوا ورته د حل صلاحیت ورکړ شوی وي، رسنۍ یواځې هغه وخت نتیجه ورکوي چې حکومت د ولسونو د پاڅون خطر احساس کړي، حال دا چې مسؤلین د انسان د یو فرد د حق نه هم د الله په حضور کې پوښتل کیږي؛ په یو ادنا فرد باندې ډیرې رسنۍ راپور هم نه جوړوي خو دلته به خپل غږ تر جهانه رسولای شي.

▪ که دا چاره عملي شي نو حکومت کولای شي چې رسنیو ته خپل حدود وټاکي او ورته ووایي چې دا او ها آوازونه پورته کول ستاسې صلاحیت نه دی، بلکې خلک کولای شي د همدې مجلسونو له لارې یې حل و فصل کړي تاسې همدغو صحنو ته په انعکاس ورکولو خپله وظیفه ترسره کولای شئ؛ ځکه ځینې رسنۍ کله کله د موضوع تر څنګ خپل ناوړه اهداف تعقیبوي.

▪ که دا چاره عملي شي نو اميرالمؤمنین به وکولای شي چې په ډیرې آسانۍ سره د دې صحنو د کتلو له مخې د ټول هیواد او د ولس مستند احوال ترلاسه کړي او بیا تصمیم ونیسي.

▪ که دا چاره عملي شي نو پرته له دې چې د کار مستحق شخص په کار موندنې پسې دولت ته مراجعه وکړي، رشوتونو، واسطو او د شخصي مفاداتو تړونونو ته اړ شي دلته به کار ورته موندل کیږي، بلکي واقعي تعبیر به دا وي چې ووایو چې دلته به د شخص لپاره کار نه موندل کیږي بلکې د کار لپاره به شخص موندل کیږي؛ دلته به یواځې هغه اشخاص کار ته لیږل کیږي چې په سیمه کې ښه سابقه لري، واقعي محبوبیت لري، امانتدار وي او ښه استعداد ولري؛ دلته به خبره په تشو وعدو نه وي ولاړه او نه به د ځان سپینولو ضرورت او اثر وي بلکې هرڅه به د لمر غوندې روښان وي؛ هو که کله ولیدل شي چې ځینې نا اهله خلکو په خلکو کې د ځان لپاره تبلیغات کول او د خلکو نظرونه یې د ځان په ګټه اړول نو هغسې خلک به د تل لپاره له صحنې ویستل کیږي ترڅو میدان سپینو او واقعي هیوادوالو ته پاتې وي.

مطلب دا چې د دغو ناستو مسؤلین به د حل او عقد د شورا کار ورکړای شي، د ولسوالۍ ناستې د ولسوالۍ په سطحه، ولایتي ناستې د ولایت په سطحه او هیوادنۍ ناستې د هیواد په سطحه ټاکنې او پریکړې یا نظرونه ور کولای شي د ډیرو اختلافاتو او بهرنیو لاسوهنو مخه نیولای شي.

▪که دا چاره عملي شي نو هغه ورانکاري به په ملت کې ځای ونه لري چې پردي هیوادونه زموږ خاورې ته په دې بهانه راغواړي چې ګڼې دلته د خلکو حقوق ضائع شوي دي یا دا چې دوی ترشا خلک لري او د یرغلګرو حمایت کوي؛ زموږ په هیواد کې د څو لسیزو ناخوالو ستر سبب همدغه نااهله او غدارې څېرې وې چې نور هیوادونه به یې په مختلفو بهانو دلته دعوتول او لا یې هم دعوتوي.

په دې چارې سره به ټول ولس د خپل هیواد او خپل ځان اختیار د ځان ګڼي، هرڅه به ورته خپل ښکاري او د هیچا سره به د خپل هیواد او خپل اختیار په ضد نه دریږي؛ بهرنیان به هم د ملت دغه د اتفاق او خوښۍ صحنې ویني او د غدارانو په خبرو به باور نه کوي ـ ان شاء الله تعالی.

د دې ټیم تأسیس به یو څه وخت ونیسي مګر چې جوړ شو وروسته نظارت او د اړتیا په صورت کې جزوي تغیرات یې ډیر اسانه او په سرعت سره ترسره کیدای شي؛ مثلًا: د أمیرالمؤمنین له خوا دې دري (۳) استازي تعین شي، هر استازی دې دولس نفره وي، هر استازي ته دې طرف معلوم شي؛ د هیواد په (۳۶۴) ولسوالیو دې وګرځي او په ورځ کې دې د یوې ولسوالۍ ټیم جوړوي چې د هر استازي کار په نژدې څلورو میاشتو کې پوره کیږي؛ د ټیم جوړولو معیار دې همغسې وي لکه د ټیم له جوړولو وروسته د ټیم فعالیت چې تشریح شو، یعنې د ولسوالۍ عام خلک دې دعوت شي هر څوک دې ورته د خپلې مشاهدې او باور په اساس د خپلې ولسوالۍ د ټیم لپاره اشخاص معرفي کوي د أمیرالمؤمین استازی دې د معیار مطابق اشخاصو نومونه ثبت کړي او بیا دې ورباندې غور وکړي چې کومو اشخاصو زیاته فيصدي معیار پوره کړی وي هغوی دې انتخاب او اعلان کړي.
همدا چاره دې په ولایتي سطحه هم عملي شي. مګر د هیواد په سطحه ټیم ټاکلو لپاره دې د ولایاتو له ټيم نه نظر واخیستل شي په هماغه اساس دې تأسیس شي.

وصلی الله تعالی وسلم علی خير خلقه محمد وعلی آله وصحبه اجمعين.

د امت د ښېرازۍ په هيله عبدالرقيب رقيب
عفر الله له ولوالدیه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx