افغانستان

نورستان: طالبانو ۱۰ اربکیان وژلي او ۸ نور يې ژوندي نیولي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۱۰مه ۱۳۹۳ل): د نورستان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د پنجشنبې په ورځ طالبانو د برګمټال ولسوالۍ په پچیګرام نومې سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو (اربکیانو) په پوستو بریدونه کړي دي.

عیني شاهدان وايي چې په دغو بریدونو کې ۱۰ اربکیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شویدي.

د نورستان ولایت امنیه قومندان عبدالباقي نورستاني وايي چې د طالبانو او اربکیانو تر منځ له سهار ۹ بجو جګړه روانه وه او د شپې تر ۱۰ پورې يې دوام درلود.

نورستاني زیاته کړې چې طالبانو د برګمټال ولسوالۍ په ۵۰ کیلومترۍ کې د اربکیانو په پوستو د سپکو او درنو وسلو بریدونه کړي.

نورستانی وايي چې په نښتو کې اربکیانو ته تلفات اوښتي خو دقیق مالومات نه لري.

طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې دوی په برګمټال کې تصفیوي عملیات پیل کړي دي او اوس يې له اربکیانو پراخه سیمې نیولي دي.

د مجاهد په وینا په دغو عملیاتو کې دوی د پسیګرام، للوک او پیکار لوی کلي دوی نیولي او اربکیان ترې ایستلي دي.

طالبان وايي چې ۱۰ اربکیان یې وژلي او ۸ نور یې ژوندي نیولي دي.

مجاهد زیاتوي چې په پوستو کې یې « ۲ دهشکې، ۸ آر.پي.جي راکټ، ۵ پکيا ماشيندار، ۵۰ ميله کلاشنکوفونه او يو ګڼ شمېر نور مهمات د غنيمت په توګه ترلاسه کړي.»

طالب ویاند وايي چې په جګړه کې د دوی یو ملګری وژل شویدی.

ځايي خلک وايي چې لسګونه اربکیان د طالبانو په کمین کې پریوتي دي او جګړه هم روانه ده.

د نورستان ځايي اوسېدونکو بخدي خبري اژانس ته ویلي چې لسګونه سیمه ییز پولیس (اربکیان) د تنخوا اخېستلو لپاره د برګمټال ولسوالۍ مرکز ته روان و چې د طالبانو په کمين سم شول.

د دوی په وینا په سیمه کې یې د ۱۰ اربکیانو مړي لیدلي دي.  په عین حال کې ددغه ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالباقي نورستاني وايي چې دوی د اربکیانو مرستې ته ۶۰ پولیس لیږلي دي. نوموړی وايي چې د ولایت سره یې اړیکې پرې شوي او له همدې امله ورته هوايي ځواک نه دی ورلیږل شوی.

د یادونې وړ ده چې تر دې دمخه د برګمټال ولسوالۍ څو وار د طالبانو لاسونو ته پریوتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
muslem

له طالبانو څخه دا مطالبه لرم چې دغه نیول شوي اربکیان دی ذبح کړي چې نورو اربکیانو ته عبرت شی او ذبح په اسلام کی جایز ده الله تعالی فرمایی: فاضربوا فوق الآعناق. ابن کثیر رحمه الله په دی ايت کی ویلی چې سرونه یی د تنو څخه جدا کړئ.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x