روغتیا

یونیسف وایي اسلامي امارت افغانستان کې ماشومانو ته د پولیو واکسینو ملاتړ کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ تله، ۱۴۰۰ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او یونیسف ادارې وایي چې طالبان په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د کور په کور پولیو واکسینو کمپاین ملاتړ کوي چې دا زموږ لپاره یو ښه زیری دی.

د ملګري ملتونو اداره وایي، د نومبر میاشتې له ۸مې نیټې وروسته به په ټول افغانستان کې د پولیو واکسینو کمپاین پېل کړي، چې په تېرو دریو کلونو کې به لومړی ځل وي چې ټولو ماشومانو ته ورسیږي.

د یادې ادارې د راپور له مخې، د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې له ۳ ملیونو زیات ماشومان دمخه د ساري ناروغیو له کبله د پولیو واکسین کمپاین ته لاسرسی نه لري کوم چې د فلج او مړینې لامل کېدلی شي.

د پولیو برنامه د ملګرو ملتونو او د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه ترمنځ د لوړې کچې روانو خبرو وروسته خپره شوه چې په بیړني ډول په افغانستان کې د خلکو روغتیایي اړتیاوې پوره کړي.

په ټولیز ډول د ناروغیو او مړینې کچې د خطر کمولو پر وړاندې دواړه خواوې دې توافق ته رسېدلي چې د کووید-۱۹ ناروغۍ پر وړاندې د کرونا واکسینو کمپاین هم ژر تر ژره پېل کړي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی «داپينګ لو» وایي، «موږ پوهیږو چې د پولیو واکسینو څو څاڅکي محافظت ورکوي، او ټولو ماشومانو ته ددې دوامداره لاسرسی د پولیو پای ته رسولو لپاره اړین دی او دا باید لومړیتوب ولري».

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د پولیو ناروغۍ له منځه وړلو لپاره دغه تر ټولو ښه فرصت دی، ځکه چې په تېر یو کال کې په افغانستان کې یوازې یوه پېښه ثبت شوې ده چې د ناروغۍ له منځه وړلو یو ښه فرصت په لاس راکوي».

دې ادارې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د پولیو واکسین بیا پېل په هېواد کې د پولیو هر ډول مهم راپورته کېدو مخنیوی او د پولې هاخوا او په نړیواله کچه د لیږد خطر کمولو لپاره خورا مهم دی.

د ملګرو ملتونو راپور زیاتوي چې په راتلونکي کمپاین کې به د ۶ او ۵۹ میاشتو ماشومانو لپاره د ویټامن A اضافي خوراک هم ورکړل شي.

په افغانستان کې د یونیسف استازی هروی لودیویک وایي، د پولیو بشپړ له منځه وړلو لپاره په ټول افغانستان کې باید هر ماشوام واکسین شي، او موږ به هڅه وکړو د خپلو ملګرو په ملتیا دا هر څه ممکن کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx