نړۍ

زلمي خلیلزاد استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ تله، ۱۴۰۰ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت منلې چې افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد استعفا ورکړې او منل شوې ده.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوې بیانیه کې ویلي چې د خلیلزاد پر ځای به د هغه مرستیال ټام ویست کارونه مخته وړي.

بلینکن په دغه بیانیه کې د خلیلزاد د لسیزو خدمتونو څخه چې امریکايي ولس ته یې کړي مننه کړې.

رویټرز ته یو کس د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې خلیلزاد د جمعې په ورځ خپله استعفا ورکړې وه چې نن قبوله شوه.

هغه د افغان حکومت او امریکا تر منځ په وروستیو ناستو کې چې په دوحه کې ترسره شوې هم حضور نه درلود.

خلیلزاد په ۲۰۱۸ز کال د امریکا د پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په صفت ټاکل شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

زما په دې لنډ ژوند کي مي څونه اشخاص وليدل چي راغله ولاړل، وټاکل سول او پسي واخيستل سول. زه هم يوه پلا کمونيستانو پسي واخيستلم او بله پلا ملا عبدالسلام ضعيف پسي واخيستلم. وايي: د يوه سړي پښې واوري وړي وې، بيا به پر سپینه ماديانه هم نه سپرېدی، په ما هم دغه کانه سوې ده، نور پر دغسي د پسي اخيستلو پر ځای هيڅ نه کښېنم. بلکي ښه دی چي : لکه ونه مستقيم پر خپل مکان يم «» که خزان راباندي راسي که بهار. ای شکم خيره به نانی بساز «» تا نه کنی پشت به تملق… نور لوستل »

غوربندي

د کولن پاول د مړینې له خبر سره د هغوی هغه وینا رایاده شوه چې له اشغال څو ورځې وروسته یې اعلان وکړ چې په افغانستان کې ترهګر تباه او جګړه ختمه شوه،،

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x