نړۍ

روسيې په ناټو سازمان کې د خپل ډيپلوماټيک ماموريت د لغوه کولو پرېکړه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ تله، ۱۴۰۰ل): روسيه وايي، په ناټو کې خپل ډيپلوماټيک ماموريت لغوه کوي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، په ناټو کې خپل هېواد ډيپلوماټيک ماموريت ختموي او همدارنګه به تر راتلونکي نومبر مياشت پورې په مسکو کې د ناټو د ډيپلوماټانو او دفتر رسمي حيثيت هم ختم شي.

روسي چارواکو دا ګام د ناټو د هغې پرېکړې په مقابل کې پورته کړی، چې ناټو سازمان د روانې مياشتې په پيل کې له خپل مرکزي دفتره اته روسي ډيپلوماټان و ايستل.

ناټو تور پورې کړی و، چې دغو اتو روسي ډيپلوماټانو د مسکو لپاره جاسوسي کوله.

د روسيې د وروستي ګام په اړه د ناټو سازمان مرکزي دفتر ويلي، تر اوسه د مسکو له لوري کوم رسمي ليک نه دی ور رسېدلی او يوازې د سرګي لاوروف څرګندونې يې اورېدلي دي.

سرګي لاوروف تېره ورځ په مسکو کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال ومنله، چې دا ګام يې د ناټو له مرکزي دفتره د روسي ډيپلوماټانو د ايستلو په غبرګون کې پورته کړی دی.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير پر ناټو تور پورې کړی، چې دغه سازمان پر بامقصده خبرو اترو باور نه لري او که ناټو کومه بېړنۍ خبره ولري، د اړتيا په صورت کې دې په بروکسل کې د روسيې له سفارت سره اړيکه ونيسي.

د ناټو غړو هېوادونو څخه تر اوسه يوازې جرمني په دې اړه غبرګون ښوولی او دا کار يې د اندېښنې وړ بللی دی.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس ویلي: «د روسیې دا ګام د اندېښنې وړ دی او ډېر د خفګان ځای دی، چې مسکو دا پرېکړه کړې او دا به خپلمنځي اړيکو ته ډېر زيان ورسوي.»

د ناټو او روسيې اړيکې د ۲۰۱۴ کال راهيسې هغه مهال ترينګلې شوې، چې روسيې د اوکراين کريميا سيمه ونيوله او ناټو د مسکو د دې ګام پر وړاندې مخالفت وښوده.

ناټو سازمان څو ورځې وړاندې په خپل مرکزي دفتر کې د روسي ډيپلوماټانو شمېر راکم کړی دی.

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ د روانې مياشتې په لومړيو کې ويلي و، چې ناټو بايد د روسيې د خطرناکو کړنو په اړه بيداره اوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x