ټکنالوژي

نوکیا یو بل پخوانی موبایل هم په نوې بڼه وړاندې کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ تله، ۱۴۰۰ل): د موبایلونو تر ټولو پخوانی شرکت نوکیا وایي چې د تېر په څېر د یوه بل پخواني موبایل نوې بڼې وړاندې کولو ته چمتو دی.

د نوکیا موبایلونو جواز ترلاسه کونکې شرکت ایچ ایم ډي ګلوبل له دې وړاندې په لومړي ځل د نوکیا تر ټولو پخوانی موبایل (۳۳۱۰) په نوې بڼه وړاندې کړی و چې د یو شمېر ځانګړتیاو ترڅنګ په کې د4G او LTE شتون هم جالب و. دغه راز یې د ۲۰۱۹ کال په اګست میاشت کې د (۲۷۱۰) کوچني کات کېدونکي موبایل نوې بڼه هم وړاندې کړې وه.

د راپورونو له مخې نوکیا اوس یو بل پخوانی موبایل (نوکیا ۶۳۱۰) تصدیق کړی چې په نوې ځانګړتیاو سمبال یې وړاندې کړی دی. ددغې موبایل د چمتو والي اعلان په جولای میاشت کې شوی و خو اوس په انګلستان کې د خرڅلاو لپاره وړاندې شوی دی.

نوکیا ۶۳۱۰ یو پخوانی ارزان بیه موبایل دی چې د وخت مطابق په نوې ځانګړتیاو سمبال شوی دی، خو ډیزاین او رنګونه یې له پخواني موبایل څخه جلا دي.

د نوکیا پخوانی ۶۳۱۰ موبایل او نوی:Nokia 6310 2021 unboxing (KMreview) | Nokiamob

په دې موبایل کې ۲.۸ انچه ډیسپلی او کیبورډ ورکول شوی. همداراز د ۸ ام بي ریم سره ۱۶ ام بي داخلي حافظه لري، او تر ۳۲ جي بي د میموري کارت اخیستلو وړتیا لري.

د موبایل تر شا صفر عشاریه ۳ میګا پېکسله کوچنی کامره ورکړل شوې، دغه راز د ایف ام رادیو او رڼایي څراغ یې په خپل حالت پاتې دي.

د اسانه کارونې ترڅنګ ددې موبایل یوه پیاوړې ځانګړتیا ددې بیترۍ ده چې ۱۱۵۰ ملي امپیره ده، او په یو ځل چارجولو څو اونۍ کار کولی شي. شرکت دعوه کوي چې لږ تر لږه به دغه موبایل په یوه ځل چارجولو په Stand by مود کې تر درې اونیو کار کولی شي.

نوکیا ۶۳۱۰ اوسمهال په برتاینه کې په ۶۰ پاونډه چې څه کم ۷ زره افغانۍ پلورل کیږي، چې ډیر ژر به په راتلونکو اونیو کې په نورو هېوادونو کې هم شتون ولري.

د یادونې ده چې نوکیا په ۲۰۱۷م کال کې خپل پخوانی مشهور موبایل ۳۳۱۰ په نوې بڼه وړاندې کړ، همدا ډول یې په ۲۰۱۸م کال کې ددې شرکت پخوانی مبایل ۸۱۱۰ نوې بڼه هم وړاندې کړې وه چې د خلکو ترمنځ یې مقبولیت درلود.

اوسمهال په ځيرک موبایلونو کې نوکیا که څه هم د پرمختللو شرکتونو څخه نه شمېرل کیږي خو ځینې مهال داسې ځانګړي ځیرک موبایلونه وړاندې کوي چې د بشپړ ځانګړتیاو درلودلو ترڅنګ یې بیه هم مناسبه وي، خو بدبختانه نوکیا شرکت په ځانګړې توګه په اسیایي هېوادونو کې د ځیرک مبایلونو کې د پام وړ مینوال نه لري.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x