نړۍ

دموساد پخواني مشر د ۱۱ سپټمبرپه اړه په کال ۱۹۷۹کي خبري کړی وي

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۱۹)داسراییلي استخباراتو پخواني ریس په کال ۱۹۷۹ کی د۱۱ سپټمبردچاودنو په اړه خبري کړی کوي، دامریکي دڅیړنو مرکز (press pakalert) تردغه عنوان لاندی خبرخپورکړی دي  وایی، اسرایل وو چي د۱۱ سپټمبرتروریستي بریدیی ترسره کړي ده، پورته ذګرشوي اداره د۱۱ سپټمبرپه اړه وایی چی دغه بریدونه داسرايلولوري ترسره شوی ول.

ویل کیږی چي دڅیړنو اوتحقیقاتو دغه مرکز ددغو عجیبو اونادرو خبرو په اړه چي له نن څخه ډيرپخوا داسرایلو ددواوړ استخباراتي ادارو لکه موساد اوشین بیت دمشرانو له لوري په کال ۱۹۵۲ او ۱۹۶۳ کی ترسره شوي وي، هاریل په کال ۱۹۷۹ کي یعنی له بریدونوڅخه ۲۲کاله مخکي دیوه امریکایی کس مایکل چي همیشه یی داسراییلي استخباراتي کړیو ملاتړ کړی دي خبري کوي او ۱۱ سپټمبردبریدونوپه هکله شویو خبرو تاید کوي.

په راپورکی راغلي چی هارییل و ایفانزته وایی چي عرب ویره اچونکي په نیویارک کي جګي وداني په نښه کوي، نوموړي دغه خبري په داسي وخت کي کوي چي هارییل، مایکل ایفانز اوداسراییلو دلومړي وزیر مرستیال ډاکټرروفن هشت یوځاي دماښام ډوډي خوري.

شنونکي وایی له دی سره سره چی د ۱۱ سپټمبر دبریدونو پړه دالقاعدي ډلي به غاړه اخیستي، اوډلي مشر اسامه بن لادن خپله په یوه ویډیویی وینا کی وبریدګرانو ته مبارکی ویلي ده، خوتراوسه پوري  دبرید داصلي اواساسي طراحانو په اړه دخلګو په اذهانو کی ډیرشکونه ګردشت کوي، اوډیرخلګ داسي فکرکوي چی دغه بریدونه به دامریکي دپخواني اولسمشر بوش اودیهودو له لوري ترسره شوی وي.

دیادولو وړده چي د ۱۱ سپټمبرله بریدونو څخه سمدستی وروسته امریکا  پرافغانستان باندی برید وکړ دافغانستان دطالبانو حکومت یی رانسکوکړ اوهمدارنګه دري کاله وروسته یی پرعراق باندی بریدوکړ اوعراق حکومت یی هم له منځه یووړ، دروان کال دمي په میاشت کی یی هغه کس کوم چي د ۱۱ سپټمبر دبریدونو پړه یی په غاړه اخیستی وه دهغه دوژلو دعوه هم وکړه اوپه پاکستان کی دالقاعدي ډلي پاتي مشرانو دنوموړي وژل تاید هم کړل.

همدارنګه یوه روسي سیاست پوه دوی ورځي مخکي یوراپورخپور کړی وو، چي د ۱۱ سپټمبر بریدونه دامریکي دپخواني اولسمشر بوش له لوري پلان اوترتیب شوی وو، دروسی دیوه ټلویزوني چنیل دیوه سوال په جواب کی چي ایا تا ویلي وو چي د ۱۱ سپټمبر بریدونو دامریکي هیواد دپخواني ولسمشر له لوري ترسره شوی وه؟.

نوموړي زیاته کړه، هوکی دغه زمانظرده اوداماپه خپل کتاب کي چي ( د ۱۱ سپټمرداسرارو) په نامه سره می چاپ کړی دي هغه کی ما په څرګندوټکو سره لیکلي هم دي، نوموړي زیاته کړه داسی نه ده چی زه یواځي دغه خبره کوم بلکه اکثره امریکایان او اروپایان هم په دغه نظردي.

ویتشیسلاف دخپلو خبرو پروخت وویل د ۱۱ سپټمبر برید دامریکایانو له ډیرو اوږدو ستراتیجیو څخه یوه ستراتیجي وه او امریکایانو غوښتل چی ددغه برید په صورت کی په نړي کي دهغو قوتونو په وړاندي عملیات وکړی کوم چي ددوي په مخ کی خنډونه پیداکوي اوغوښتو یی چی امریکاپه نړي کی یواځني ځواک اوطاقت وي نورڅوک ونشي کړی چی په وړاندی یی ودریږي، اوحتي په نړی کی لوی هیوادونه هم له دی توان څخه واچوي چی دامریکایانو دروان سیاست مخالفت وکړ اویایی په وړاندي ودريږي.

نوموړي وایی امریکایانو وکولای شول چي ددغه بریدله کبله په نړي کي هغه اسلامی اوجهادي قوتونه چي یووخت کی دروسانوپه وړاندي خپله دامریکایانوپه مرسته رامنځ ته شوی ول په ویره اچونکواوترهګرو سره دنیاته ور وپیژني چي په دغه کارکی تریوځایه پوري کامیابي هم شول، دنړی ترټولي لوی اسلامی ځواک القاعده یی نه یواځی دا چي دغیرمسلمانانو په فکرونوکی دویري اچونکو اوترهګروپه نامه سره وپیژندل بلکه ډیري مسلمانانو هم دالقاعدي په وړاندي دامریکایانو دسیاست ملاتړوکړ اودالقاعدي په وړاندی له امریکایانو سره یوځای شول.

حال داچي یووخت کی امریکایانو خپله دروسانو په مقابل کی داسامه له کړنو اوجنګ څخه ملاتړکاوه اونوموړی ته یی هرډول مرستي ورکولي.

روسي سیاست پوه وایی د ۱۱ سپټمبرله بریدونو څخه وروسته نړي ناامنه شوه ځکه چی امریکایانو له دغه برید څخه په استفاده په دنیا کی دترهګري ترعنوان لاندی یوپراخ جنګ پيل کړی دي اوهرچیري چي له کوم چاڅخه خطراو ویره محسوسه وي، اول ورباندی دترهګرو ټاپه ولګوي وروسته تردغه عنوان لاندي نورملګري پيداکړی اوپه وړاندي یی جنګ پیل کړي.

نوموړي وایی داچي د ۱۱ سپټمبر برید یو له وړاندی څخه پلان شوی اوبرید وو، دارنګه برید به بیا تکرار نه شي ځکه دغه برید خپله دامریکایانو اویهودو له لوري طرحه شوی وو، اوهغوي ترسره کړ.

بخت الرحمن بخت  (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x