نظــر

افريقا کې د يرغمل شوو نجونو او فلسطيني ماشوم د معصوميت ترمنځ توپير

لیکوال: محمد کروړ

الله تعالی فرمايې: ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِنْ دُونِكُمْ لا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الآيَاتِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ)) ژباړه: ای مؤمنانو! د خپلې ټولنې له وګړيو نه پرته له نورو سره خپل رازونه مه وائي. هغوی ستاسې د ورکاوی له هېڅ يو فرصت څخه هم ګټه خيستل له لاسه نه ورکوي او تاسې ته چې هرڅه زيان اوړي هغوی خوښېږي د هغو د زړه د ښمنی د هغو له خولې نه راووځي او څه چې خپلو سينو کې پټ ساتلي دي هغه لدې نه زيات دي، مونږ تاسې ته په ډاګه څرګنده لارښوونې کړېدي که تاسې پوهه لرئ.

د نړۍ کفارو هيڅکله مسلمان اُمت سره نه خوا خوږي لري، او نه ورسره عادلانه رويه کوي، او نه ترې کوم مسلمان د ښېګڼو تمه لري. څه موده وړاندې په يو افريقايې دولت نايجيريا کې د مسلمانانو حقوق غوښتونکو مبارزينو يوڅه نجونې دې لپاره يرغمل کړې ترڅو يې دولت حقوقو ته قايل او غوښتنې يې ومنل شي.

څه موده لاتېره نوه؛ موضوع د ټولې نړۍ د خبري رسنيو د سر ټکی وګرځېده، تبليغات لاپسې تاوده شول، او د دوی يرغمل يوه لويه دردونکې او د پام وړ پېښه وګڼل شوه، او د مظلوم سره د لاسنيوي او همدرۍ په نوم خبره د ولسمشرانو تو ماڼيو ورسېدله او هريو پرې ډېر خفګان څرګند کړ، د امريکا، برطانيې او نورو ملګرو دولتونو رسمي خبري پاڼو کې پرې رسمي بيانونه او تبصرې وشوې، او دا کړنه د يو انسان په حق کې لوی جرم او هغوی ته يې د ازادې د اعاده کولو لپاره پر نړيوالو غږ وکړ ترڅو له نوموړې ډلې سره خپله کرکه او دښمني څرګنده کړي.

مياشت تېره نوه؛ د فلسطين په تړانګه غزة باندې اشغالګرو يهودانو يو د ظلم او تيري بې ساری يرغل پيل کړ، يرغل قدم په قدم د بمونو په بدرګه د غزې ښار نيسي، او مخ پر وړاندې را روان دی، چې د وژل شوو مسلمانو فلسطنيانو شمير يوزر پنځه سوه تنو ته نژدې شوی، دقربانيانو زياته برخه، بوډاګان، ښځې، او ماشومان دي.

درې ورځې وړاندې؛ يوه فلسطينۍ حامله مور په شهادت رسيږي، دښځې د عمليات وروسته يې د نس بچی ژوندی پاتې کيږي. دا يوه ډېره بوږنونکې، سخته دردونکې پېښه وه؛ خو پيښه د نړيوالې رسنی او انساني حقوقو مدعيانو له سترګو پټه پاتې کيږي، داسې څوک نه پيدا کيږي چې د يهودانو د دې بې رحمه ښکېلاک مخه ونيسي، يواځې الجزيرة تلويزيون په عربي او انګليسي تلويزيوني خپرونو کې په پيښه بحث وکړ، او نړۍ ته يې څرګنده کړه، خو د نورو رسنيو دا بې سارې چوپتيا پدې دلالت کوي چې د هغوی په نظر دی هم د خپل جرم په سزا رسېدلی!

د لته د هغو يرغمل شوو نجونو او د دې مور ترمنځ ولې دومره توپير کيږي؟ دا توپير په کوم اساس کيږي؟ ولې د يو انسان په حيث د انساني همدردۍ ښودلو دنده هم نه ترسره کيږي؟ د يهودانو دا يرغل ولې د نړيوالې امينيتي ادارې لخوا وحشت نه ګڼل کيږي؟ ولې لږ تر لږه په نړيوالو له يهودو سره د مقاطعې او اقتصادي پريکون امر نه صادريږي؟

دې کې شک نشته چې د نړۍ ټولې رسنی يواځې له هرڅه خبرې نه بلکې د يهودو په کلکه ملاتړ کوي، او دا د دوی يو ځانګړی پروګرام دی، خپلو موخو ته رسېدلو لپاره به د مسلمانانو داسې ډېرې قربانۍ بې د انساني معاملو پرېښودل کيږي.

ټولې طاغوتي نړۍ د دې ماشوم او هغو نجونو ترمنځ د يوه اصل لمخې توپير کړی، هغه داچې توپير د دواړو پيښو د مرتکبيونو پر اساس شوی دی؛
د هغې پېښې مرتکبين مسلمانان ؤ؛ او د دوی په نظر هر مسلمان چې د غربي طاغوت له مشورې پرته پخپل سر هر کار وکړي،ټولنه کې يو ترورستي عمل ګڼل او نړيوال امنيت ته ګواښ ګڼل کيږي، ځکه بيا خلک د امريکايې طاغوت پرځا خپل رب ته متوجه کيږي.

او د دې پېښې مرتکبين يهود ؤ؛ د دوی په نظر يهود ناسم کار نکوي، يهود څوک بې ځايه نه وژني، دې ماشوم او مور به يې ضرور څه جرم کړی وي، يهود پياوړې استخباراتي شبکه لري، کيدای شي هغوی ته راپور رسېدلی وي چې دې ماشوم د مور په نس کې د يهودانو لمنځه وړلو کوم پروګرام درلوده، او يا به بنيامين ننتياهو کوم خوب ليدلی وي او دهغې د ريښتيا کېدو له ډاره به فرعوني سنت پرځای کوي.

نو د الله تعالی کتاب کې به د دوی دا کړنه وګورو چې مونږ ته پدې اړه څه ارشاد کوي:((وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الآيَاتِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ))
د هغو د زړه د ښمنی د هغو له خولې نه راووځي او څه چې خپلو سينو کې پټ ساتلي دي هغه لدې نه زيات دي، مونږ تاسې ته په ډاګه څرګنده لارښوونې کړېدي که تاسې پوهه لرئ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x