روغتیانړۍ

هند افغانستان سره د ۵۰ زره ټنه خوراکي او روغتیایي توکو مرسته کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ تله، ۱۴۰۰ل): هند وایي چې افغانستان سره د ۵۰ زره مټرک ټنو په اندازه د خوراکي توکو او طبي تجهیزاتو مرسته کوي.

د ټایمز اف انډیا رسنۍ د راپور له مخې، هند په پام کې لري چې افغانستان ته غنم او طبي مرستې ورسوي، خو په دې تړاو یې د ترانسپورت او مستقیم لاسرسي لپاره هڅې روانې کړې دي.

د راپورونو له مخې هند غواړي دغه مرسته افغانستان ته د هند-پاکستان واګا پولې له لارې ولیږدوي، خو دا به د پاکستان تصویب ته اړتیا ولري، او ددې ستونزې د حل لپاره د پاکستاني چارواکو سره په تماس کې دي، ځکه چې دغه پوله د هند او افغانستان د دوه اړخیزه تجارت ته اجازه نه ورکوي.

د هند حکومت چې په افغانستان د اسلامي امارت واکمنۍ وروسته سمې اړیکې نه پالي ویلي چې افغانان بیړني بشري مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان په اړه د جي ۲۰ هېوادونو ترمنځ جوړې شوې غونډې ته د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي وو چې افغانان هند سره د ژوره ملګرتیا لري او هر هندی د افغانانو د لوږې او خوارځواکۍ درد احساسوي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي وو چې له هند سره په تماس کې دی چې افغانستان ته غنم ولیږي.

باید وویل شي چې تېر کال هند له افغانانو سره د مرستې په توګه د ۷۵ زره مټریک ټنه غنم مرسته کړې وه چې د چابهار بندر له لارې افغانستان ته راغلي وو. د هند د خوراکي توکو مرسته د هند د بشردوستانه او اقتصادي برنامې برخه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د تور پنجابی په خاطر افغانان نباید له خپلو ګاونډ هیوادو سره دښمنی وکړی. هند هر وخت افغانانو سره مرسته کړی و باوری هم یو چی نوره مرسته به هم وکړی. پنجاب پوه شه هند سره یی دښمنی ښځی کُس یی په کشمیر سره غی.

میرافغان

ژر کوﺉ در باندي ناوخته شوی دی۔

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x