شعـــــرونه

د زړه درده !!!/ فيضاني

رضوان الله فیضاني

د زړه درده تا ليکلو ته مجبور کړم
تا ترخو ترخو ويلو ته مجبور کړم

ښکاره وم دې نور دې پټ ساتلی نه شم
درده نور دې ښکارولو ته مجبور کړم

څوک به ښه او څوک به بد راپسې وايي
بس نو تا يې اوس منلو ته مجبور کړم

درده! درد دې، د دردونو، دردِ سر دی
زه دې رنګ رنګ ځورولو ته مجبور کړم

درده زما مړۀ احساسات دې راژوندي کړل
تا پر ځان بارود تړلو ته مجبور کړم

د شهيد جانان بېلتونه د زغم نه يې
هر ماښام دې ژړېدلو ته مجبور کړم

اُف د خوار مظلوم يتيم څيرې ګرېوانه
سم دې اوښکو تويولو ته مجبور کړم

(فيضاني) دې پر زړګي سوری سوری کړ
درده هر وخت دې زغملو ته مجبور کړم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx