روغتیا

پاکستان کې د کرونا له کمېدو سره ډینګي ناروغي په پراخه کچه خپره شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ تله، ۱۴۰۰ل): د پاکستان په خیبر پښتونخوا او پنجاب ایالتونو کې د کرونا ویروس پېښو په کمېدو سره په ډینګي ناروغۍ زرګونه کسان اخته شوي چې ورځ تر بلې دغه پېښې مخ پر ډیرېدو دي.

د پاکستان جیو نیوز د راپور له مخې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې یوازې د خیبرپښتونخوا په ځينو سیمو کې شاوخوا ۲۵۰ پېښې ثبت شوي چې دغه ایالت کې د ټولو پېښو شمېر نږدې ۴ نیم زرو ته رسیږي.

دغه راز د پنجاب ایالت په لاهور او راولپنډي ښارونو کې هم دغه ناروغي په پراخه کچه خپریږي چې روغتونونه د ناروغانو څخه ډک شوي دي. ددوی په وینا په پنجاب کې د رسمي شمېرو له مخې تېره ورځ ۲۷۹ ناروغان ثبت شوي چې یوازې ۲۰۴ یې په لاهور کې دي.

د نورو ایالتونو په پرتله په پلازمینه اسلام اباد کې د ډینګي ناروغي ډیره خپریږي، چې تېره ورځ نږدې ۱۵۰ کسان نور په ډینګي اخته شوي او د ټولو شمېر ۲۲۳۰ ته رسېدلی دی.

بل لوري ته پاکستاني رسنۍ زیاتوي چې د پاکستان روغتیایي سکتور د ډينګي ناروغانو په دقیقه شمېره کې پاتې راغلی، او د ډینګي ناروغان له ورکړل شویو شمېرو لس چنده زیات دي.

ډینګي ناروغي د یوه ځانګړي غوماشي (ایډیس ایجپټي) له لارې رامنځته کیږي چې ددې په واسطه له یوه نه بل کس ته لیږدول کیږي. دغه غوماشی هغه ځای کې موندل کیږي چیرې چې پاکې ولاړې اوبه موجودې وي.

ددې ناروغۍ د چټک خپریدو یو لامل دادی چې په ډینګي ناروغۍ اخته کس غوماشی وچیچي او همدغه ماشی بل روغ کس وچیچي، هم په ډینګي اخته کیږي. ددې لپاره پکار ده چې په ډینګي ناروغ کس له ماشو څخه لرې وساتل شي.

د ناروغۍ څرګندې نښې سخته تبه، قۍ کول او د پښو او لاسونو بندونو درد ښودل کیږي، ددې ناروغۍ په اړه ډاکټران وایي چې له ډینګي غوماشو چیچلو نه وروسته ناروغ کې ددې نښې له دریو ورځو وروسته تر دوه اوونیو پورې راڅرګندیږي، او که چیرته ناروغي اوږده شي په بدن کې سپينه وینه کمیږي او آن انسان مرګ ته رسوي.

له دې وړاندې د خیبر پښتونخوا افغان کډوالو په کمپونو کې زرګونه کسان په ډینګي ناروغۍ اخته شوي چې یو شمېر یې خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

نږدې درې اونۍ وړاندې نن ټکی اسیا ته د پيغام له لارې یوه افغان کډوال ویلي وو چې د افغان کډوالو په شمشتو وچنهر او مولوي خالص کمپونو کې د هر کور ټول غړي یو ځل په ډينګي اخته شوي دي.

باید وویل شي چې پاکستان کې ډینګي په لومړي ځل په ۲۰۱۱م کال کې رامنځته شوه چې په ۲۰۱۷م کال کې دغې ناروغۍ پاکستان کې د وبا بڼه اختیار کړې وه چې شاوخوا تر ۱ ملیون کسان یې اغیزمن کړي وو او له کبله یې سلګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx