دیني، سیرت او تاریخ

واکمنو ته سپینه خبره (ســتر جــــهاد)

حامد افغان

واکمنو ته سپینه خبره کول زور غواړي، لیږ نه ډېر غواړي، خو که څوک زړه کې د الله رښتینې وېره ولري او د ولس وګړي د خپلو مېندو او پلرونو، خوېندو او وروڼو او لوڼو او زامنو په څېر وبولي، د هغو درد، کړاو او هره ستونزه خپله او په رښتینې توګه احساس کړي؛ هغه سړی واکمن ته د سپيني خبري زور لري. او هغه کولی شي دا عظیم او ستر جهاد تر سره کړي، ظالم او سرټمبه واکمن ته حقه وینا او سپینه خبره عظیم جهاد دی. إِنَّ مِنْ أَعْظَمِ الْجِهَادِ كَلِمَةَ عَدْلٍ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ. رواه الترمذي.

په دې اړه د اسلام د راشد خلیفه عمر بن الخطاب او معاوية بن ابي سفیان رضي الله عنهم د واکمنۍ د مهال څو په زړه پورې بېلګې راخلم. خدای دې وکړي په یاد یې ولرئ او که چرته اړتیا رامنځته کیدله کشرانو او مشرانو واکمنو ته یې د سریزې په توګه وړاندې کړئ. باید په دې هم ځانونه پوه کړو چې د واکمن لفظ پخپله ګېډه کې خورا پراخه مفهوم لري، د کاله له مشره، د کلي او قام له سرخیله یې ونيسه تر ولسمشره دا هر یو پخپله دایره کې واکمن دی او که دوی مو کاږه لیدل سپینه ورته وایئ.

① عمر بن الخطاب رضي الله عنه مشربة بن حارثة ته ورغی، هلته یې محمد بن مسلمة وموند، عمر ورته وویل: محمد! زما چلند څنګه درته ښکاري؟ هغه ورته وویل: والله داسې لکه زما زړه یې چې غواړي او څوک چې ستا ښه غواړي هغوی ټول ستا له چلنده راضي دي. ته د مال جمعه کولو کې ځواکمن یې، پاک یې هغه کې خیانت نه کوې او په وېش کې یې عدل کوې.

که چرته له دې لاري کوږ شوې، موږ به دې داسې سم کړو لکه د غیشو په ځانګړې اله کې چې خلک غیشي سموي. عمر وویل: څه؟! محمد وویل: که چرته له دې لاري کوږ شوې موږ به دې داسې سم کړو لکه د غیشو په ځانګړې اله کې چې خلک غیشي سموي. عمر وویل: الحمد لله، چې زه داسې خلکو کې اوسم، که کوږ شم هغوی مې لارې ته سموي. کتاب الزهد لابن المبارک

② بل روایت کې راغلي نعمان بن بشیر رضي الله عنه وایي: عمر بن الخطاب یوه ورځ د مهاجرینو او انصارو یوه مجلس کې وویل: ستاسو څنګه خوښه ده چې ځینې کارونو کې نرمي او په رخصت عمل وکړو؟ هغوی چوپ شول، عمر دا خبره دوه دری ځله تکرار کړه، بشیر بن سعد ورته وویل: که دا کار مو وکړ د غیشي په څیر به دې سم کړو، عمر ورته وویل: تاسي خو تاسي یئ. تاریخ الکبیر للبخاري و تاریخ دمشق لابن عساکر

③ معاوية رضي الله یوه خطبة کې خلکو ته وویل: د دولت شتمنې او غنیمتونه زموږ شتمنې ده، زموږ خوښه ده که چا ته یې ورکوو یا نه ورکوو، د معاوية په دې خبره هیچا هم نیوکه ونه کړه، د دویمې جمعې خطبة کې یې هم دا خبره وکړه او چا نیوکه پرې ونه کړه، دریمه جمعه کې یې چې بیا دا خبره وکړه، جومات کې یو سړی ورته پورته شو، ول هیڅکله داسې نه ده، د دولت شتمنې او غنیمتونه ټول زموږ دي، څوک چې زموږ د شتمنې مخکې خنډ ګرځي هغه به په تورو سموو.

کله چې لمونځ وشو معاوية هغه سړی وروغوښت، خپل ځان سره یې څنګ ته کینوه، بیا یې نور خلک وروغوښتل او خلکو ته یې وویل: اې خلکو! ما دوو جمعو کې تاسو ته هغه خبره وکړه، خو هیچا نیوکه ونه کړه، دریمه جمعه دې سړي زما خبره رد کړه، دې سړي لکه ما ته چې ژوند راوباښه الله دې دی ژوندی لري.

معاوية خلکو ته وویل: رسول الله صلى الله عليه وسلم نه مې اوریدلي دي، هغه فرمایل: داسې خلک به راشي چې خبرې کوي څوک به نیوکه نه پرې کوي، الله به هغوی جهنم ته وغورځوي. زه وویریدم چې له دې خلکو ونه ګرځم، کله چې دې کس په ما نیوکه وکړه لکه ما ته یې چې ژوند راوباښه، الله دې دی ژوندی لري. الهيثمي مجمع الزوائد کې وایي: دا روایت الطبراني اوأبو يعلى راخیستی او رجال یې کره دي.

④ معاويه رضي الله عنه شام کې د خپل امارت زمانه کې د “القصر الخضراء” یعني شنه ماڼۍ په نوم خورا ستره وداني جوړوله، چې په سلهاوو مزدوران په کې اخته وو. ابو ذر رضي الله عنه ورغی او ورته ویې ویل: که دا د مسلمانانو په پيسو جوړوې نو خیانت کوې او خائن یې او که پخپلو پیسو یې جوړوې نو اسراف کوې. الاسلام المفتری علیه ص: ۸۵

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx