افغانستانملټي میډیا

سراج الدین حقاني د سرتیرو بریدګرو له کورنیو سره کتلي – انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ تله، ۱۴۰۰ل): د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د سرتېرو بریدګرو له کورنیو سره په یوه لویه غونډه کې کتلي دي.

دغه غونډه چې د کابل په انټرکانټنینټل هوټل کې ترسره شوې، ښاغلې حقاني د سرتيرو بریدګرو کورنیو ته په وینا کې ویلي دي چې د «اسلامي نظام راتګ د هیواد د شهیدانو د وینو محصول دی».

د کورنیو چارو وزیر په دغه ناسته کې وویل چې دوی ټول باید د «شهیدانو د ارمانونو» خیال او هر قسم خیانت څخه به ځان ساتو.

هغه د سرتیرو بریدګرو کورنیو ته په دغه غونډه کې لس لس زره افغانۍ او لباسونه ورکړل.

د کورنیو چارو وزیر د هر سرتیري بریدګر کورنۍ ته د یوې نومرې ځمکې ورکولو اعلان هم کړی دی.

د افغانستان اسلامي امارت د بیا واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د کورنیو چارو وزیر په یوه لویه ولسي غونډه کې راڅرګندیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترین

نوی ناوی ده چی مخ مو ور پټ کړیدی؟

عبدالرقیب

شرم او حیاء د نارینه زینت دی. دا د هغه خلګو خپلوان وه چي ده مبارک په خپلو لاسونو د مرګ واسکټونه په اغوستي او د نورو د وژلو لپاره یې روان کړي وه. دوئ ته خو یې په سړي سر ۱۰۰۰۰ افغانیو او یوه نمره ځمکي ځان سپین کړ او د پاته جهان څخه یې ځکه مخ پټ کړی دی چي په انتحار کي د وژلو سوو شهیدانو ( د انتحاري خپل مرګ خو مشکوک دی) خپلوانو لپاره هیڅ هم نه لري. وروه دغومره شرم هم ښه دی چي دا اجرتي قاتلین یې ولري. پیغمبر اکرم ص به مومنانو… نور لوستل »

نعمت الله

د اسلامی نظام په حقیقی معنی راتګ او په تولنه که شرعی نظام نافذول د شهداؤ هدف و البته ده شهداو کورنی هم اسلامی امارت نه دا طمه لری دوی په ریښتونی اسلامی شریعت او حدود نافذه کښی افغان مسلمان ولس منتظر دی داسلام حقیقی شریعت نفاذ غواری.

عبدالرقیب

دا ستا ریښتونی اسلامي شریعت لږ راته واضح کړه چي موږ هم پوه سو چي دا زموږ ناریښتونی اسلامي شریعت څومره ځني متفاوت دی

نعمت الله

زه هم ده ځان وژنی مخالف یم ښو دا دومره خلک چی ځانونه قربان کرل (طالب + اردو= افغان مسلمان ولس) دوی دکوم هدف دپاره دا کار وکر هغوی یوازی او یوازی د دغسی تولنه غوښتل چه الله قانون په هر برخه کښی عملی وی که هغه سیاست وی اقتصاد وی حکومت وی تولنه وی هر یو باید د اسلامی شریعت په بنا وی که نه نو دوی(امارت+ جمهوریت) به د ده خلکو وینو به خرڅ کری دی.

طوطی

اسلامی شریعت کی چی خلک له لوژی مری نو بیا دی لعنت شی پر هغه حکومت چی ځان ته د اسلامی شریعت نوم ژدی. اسلام که قحطی او لوژه وی بیا دی تاسو ته مبارک وی.

طوطی

آخر هم د مرګ د واسکټو قیمت لس زره افغانی او یوه نمره ځمکه وه؟ هغوی چی بیګناه د هغوی په انتحار کی وژل شوی هغوی ته خو دی مخ توری هیڅ خبره نده کړې. په زرګونو بیګناه خلک په دغو انتحاریانو کی ووژل شول دا د خلکو له یاد نه وځی.

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx