
حماس د ۷۲ ساعتونو په اوربند هوکړه وکړه
نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۱۰مه ۱۳۹۳ل): د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په یوه ګډې خبري ناسته کې اعلان وکړ چې د فلسطیني مقاومت ډلو د اسراییلو سره په غزه کې د ۷۲ ساعتونو لپاره اوربند باندې هوکړه وکړه.
اوربند به د فلسطین په وخت د جمعې په ورځ ۸ بجې پیلیږي.
بانکي مون او جان کیري په ګډ اعلامیه کې چې د بانکي مون د ویاند له لوري ولوستل شوه، ویلي دي چې اوربند به د جمعې په ورځ د فلسطین پر وخت ۸ بجې پیلیږي. د دوی په قول ټول ځمکني قواوې به په خپل ځای پاتې کیږي. د بانکي مون او جان کیري په وینا اسراییلي ځواکونه به له هغو سیمو چې نوې یې نیولي دي نه ووځي.
حماس هم نن د جمعې په سهار اعلان وکړ چې دوی د اسراییلو سره د ۷۲ ساعتونو لپاره اوربند د ملګرو ملتونو د غوښتنې په ځواب او د خپل ولس اوضاعو ته په کتنې سره کړی دی.
د حماس ویاند سامي أبوزهري په یو اعلامیه کې ویلي چې دغه انساني اوربند به د ۷۲ ساعتونو لپاره وي او د جمعې د ورځې د سهار ۸ بجو نه به پیلیږي.
یاده دې وي چې د اسراییلي ترهګرو ځواکونو په تېرو ۳ نیمو اونیو کې ۱۴۰۰ فلسطیني وګړي شهیدان کړي او تر ۷۰۰۰ زیات يې ټپيان کړيدي.
په وژل شوو او ټپي شوو کسانو کې یات شمېر ښځې او ماشومان دي.
د حماس په ځوابي بریدونو کې د اسراییلو په وینا تر ۵۵ زیات او د حماس په وینا تقریبا ۱۰۵ اسراییلي عسکر وژل شویدي.