
د حکومت عایداتي سرچینې او د اسلامي امارت مسؤوليت
عبدالجبار وحدت
د ګمرکاتو منظم کنټرول، د ګمرکي عوایدو دقیق ریکارډ، په ګمرکونو کې د اسیکوډا له سیستم څخه ګټه پورته کول.
همدا تر لاسه شوې عواید د ولایتي مستوفیتونو او سکتاز سیستم له لارې له مرکزي بانک سره وصولول او مالیې وزارت چې مهمترین ارګان دقیقه په دقیقه په جریان کې کول.
د کانونو فني، قانوني او منظم استخراج او د عوایدو دقیق راټولول او ریکارډ کول: له بده مرغه چې په تېر نظام کې کانونه په غیر قانوني او غیر مسلکي ډول استخراجېدل او چارواکو او زورواکو ته د دې عواید په واک کې ورکول کېدل او محلي مافیا به ګټه ترې پورته کوله او دوی له همدې حرامو پیسو پړسېدل او پرې پایېدل چې اسلامي امارت باید داسې مسائلو ته د خپلې مالي بقا په پار متوجه واوسي.
د ټولو مالي منابعو درست مدیریت کول
زکات، عشر، خراج دې ته ورته ثابت مالیاتو اړوند باید داسې عامه پوهاوی رامنځته کړي، تر څو خلک د دې ورکړه یوه دیني وجیبه وبولي او اسلامي امارت نظام ته یې وسپاري.
د بهرنیو پانګونو جذب: بهرني پانګوال باید قانع شي، تر څو د لته پانګونه وکړي چې دا چاره به د بشپړ استخدام(Full Employment) په برخه کې اغېزناکه واقع شي.
د اوبو مدیریت: له بده مرغه چې تېرې څو لسیزې زموږ اوبه په غیر اختیاري او مفت ډول زموږ نمک حرامه ګاوڼدیو هېوادونو ته وربهېږي، چې زموږ نظام او ملت ته یې هیڅ ګټه نده رسېدلي.
د مالیاتو او محصول راټولولو قانون کې باید جدي اصلاحات راشي، د مالیې د ورکړې په برخه کې باید سهولت رامنځته شي او مالي تعادل باید په نظر کې ونیول شي.
د زراعت په سکتور کې او په زراعت کې لومړنیو او مهمو اړتیاوو په برخه باندې باید پانګونه وکړي ، ترڅو د بخیلو ګاونډیو له هر اړخیزې اړتیا څخه خلاص او په نسبي ډول خودکفا شو.
د فساد کچه صفر کول، چې په دې اړوند ما په بله لیکنه کې تفصیلي بحث کړی دی.
پاسپورت او نورې مهمې برخې چې د محصول راټولولو ښې سرچینې دي، مدیریت کول.
د مضاربت او مشارکت پر بنسټ له سترو شرکتونو سره اقتصادي معاملات پیلول
پاتې برخه په بله لیکنه کې ….
درنښت