شعـــــرونه

ته یې خیرالبشر نبي/ زهاد

تپاند زهاد

زما د زړګي سر نبي
قربان دې له څهرې شمه
محبوب د رب اکبر نبي

الله درکړی لوړ مقام
نازل پر تا د رب کلام
خیرالبشر خیرالانام
لوګی شمه دا ستا له نام
ښکلا ته دي یم زه غلام
ښایست درته کوي سلام
ته یې د انسانیت امام
ساقي یې د کوثر نبي

والله ډیر یې حسین رسول
د رب یې نازنین رسول
اول هم اخرین رسول
دا ستا حدیث ګبین رسول
ځار شم ستا له جبین رسول
طه یې هم یاسين رسول
لقب دې د امین رسول
د دوو کونو سرور نبي

د ټول عرب عجم جانان
ته یې د کُل عالم جانان
زخمي زړو ته مرهم جانان
هم ته یې د زمزم جانان
معزز یې محترم جانان
ته یې د ګل حرم جانان
قربان ستا له کرم جانان
تیارو ته شوې روڼ لمر نبي

معراج ته رب بللی یې
الله ډیر نازولی یې
په ښکلو کې ډېر ښکلی یې
قران کې رب ستایلی یې
رحمت رب رالیږلی یې
محبوب د رب ښاغلی یې
د رب حضور ته تللی یې
ته یې خوږ پیغمبر نبي

قبول د عشق مې کړه بیعت
لرم ستا سره محبت
درود وایم ستا په الفت
ستا عشق زړونو ته سعادت
قربان دې شم له شفقت
نظر وکړه د مرحمت
غواړم دې ګرانه شفاعت
تپاند زُهاد دلبر نبي
ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ

صلی الله علیه وسلم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx