نظــر

د بهرني نظامي اشغال له پای وروسته د فقر او بې کارۍ د اشغال پای

د،ب،هيښ

د ا.ا.ا په راتګ سره وطن خپلواک شو، امنيت ټينګ شو، قتل عام ختم شو او تر ټولو مهمه د شر-فساد دستګاه ړنګه او ځای يې د ولس اصيلو، صادقو او متقي پرسونل ونيولو.

دومره لويه نېکمرغي د افغانستان په ټول تاريخ کې د افغان ولس په نصيب شوې نه وه، خو په افغانستان کې د فقر، نيستۍ او بې روزګارۍ غوغا د هر غرضي او مرضي د خولې نه تکراري اوريدل کيږي او په څو  هفتو کې د تېرو  فاسدو نظامونو دا ناولی ميراث ( فقر او بېکاري ) د بيخ ايستل غواړي.

زه ددې بې واکه او پردي واکه جمبوريانو نه پوښتنه کوم چې څه وخت په افغانستان کې فقر ، نيستي او بيکاري نه وه؟
د تېرو ضد ولسي رژیمونو همدا پاليسي وه چې ملت غريب او محتاج کړه او خپله باداري پرې کوه

فقر په کار ورکيږي، کار په تعليم، فنونو او مهارتونو توليديږي.
تعليم او مسلکي ظرفيتونه بيا د سالم مديريت او فسادګرو نه خالي مديرانو په وسيله منځته راځي، چې متأسفانه افغانان د پاکو، صادقو، ولسدوسته، ترقي دوسته او ديني -ملي ارزښتونو ته متعهدو او وفاداره مديريت او مديرانو د نېستۍ له کبله افغان ولس د مادي فقر سره هم  تل لاس او ګریوان و او دی.

د فقر پديده د افغانستان په تاريخي استبدادي واکدارۍ کې وه او ده، نه د ا.ا.ا په راتګ سره.
که د ا.ا.ا په مشرتابه، مديرانو او مامورينو کې فساد وي او د ملي منافعو په ځای يې شخصي ګټو ته اوليت ورکړی وي، هر څوک حق لري چې تر ګرېوان يې را ونيسي او حساب ورسره وکړي، ځکه د ا.ا.ا د شر-فساد سره د مبارزې په بنياد جوړ شوی‌دی او همدې تګلارې ته د ژمنتيا په اساس دولس د مطلق حمايت نه بر خورداره دی.

مګر که خپله مشران او صفوف يې فقط  د خدای (ج)د رضا او د ملت د خدمت لپاره بې معاشه او بې اجورې شپه او ورځ لګيا وي، د خوب او ارام په ځای د ټولنې د سلامتيا او امنيت لپاره مفت کار کوي، بيا نو د دوی په ادرس شکايت او غالمغال بې له حماقت، منافقت، مضريت او شيطانت نه بله توجيه نه لري.

که فقر په خيراتونو، طفيلي توب، غلامۍ او د پرديو په غرضي مرستو له منځه تللی، نو د اشغال په دوران کې به افغانان په نس ماړه او په کار مشغول شوي وو، مګر موږ ټول شاهدان يو چې غير له يو څو غلو، غاصبو، اجيرو، وطنفروشو، قاچاقبرو او ملي خاينانو چې و پړسېدل، د نور عام ولس په نصيب خو همغه لوږه، نيستي او بیکاري وه او په ژوند کې يې هېڅ تغير را نغی.

هنوز اولادونه يې له وطن نه د فرار او کار پيدا کولو په تمه په لاره کې د لیوانو او ماهيانو خوراک شول او په ميليونونو نور يې د اعتياد په ګرداب کې غرق شول.

د ا.ا.ا په راتګ سره د فقر اصلي منبع چې د اشرارو او مفسدانو په ولکه کې د ادارې او مديريت يرغمل نيول وو نوره ونړېده. د دولت او ملت نه غلا ختمه شوه، باجګيري، اختطاف، رشوت او د جنګي باڼډونو غصب ختم شول او د فقر د ريښو د ايستلو لپاره لومړنی قدم ( سياسي واک د اهلو، متقي او د ولس د اصيلو زامنو په ولکه کې  راتلل ) واخستل شو.

د ملت يوه افغانۍ به بيځايه مصرف نه شي او د هرې افغانۍ حساب به په شفاف ډول ورکول کيږي.

نو درست اقتصاد د راتللو او د فقر، بېکارۍ او ملي افلاس نه د نجات لپاره د يوې پاکې او په تقوا ( سياسي، اقتصادي، اجتماعي، امنيتي، ثقافتي ) استواره ادارې موجوديت تر ټولو حياتي او مهم دی خو يوه اداره او دستګاه په يوازيتوب هېڅ نه شي کولی، بلکې  د ټولنې مختلف اقشار ( توليدي مؤسسې،  متصديان ، خصوصي سکتور ، کارخانو او فابريکو والا ، تاجران او د نورو مهارتونو ماهران ….) بايد د دولت سره همکاري وکړي او خپل ديني مسؤليت او فرض اداء کړي.

د داخلي توليداتو د رشد او رونق لپاره بايد خپلې سرمايې او تجربې په کار واچوي.
د اشغال د وخت اقتصاد چې په خيرات، فساد، غير ضروري وارداتو، رشوت، قاچاق، چور، غلا او غصب ولاړ و او ټولنه يې په مصرفي ژوند کولو روږدې کړې وه د افغانستان اقتصاد ته په شعوري توګه سخته ضربه ورکړه او شل کاله ټوله سرمايه ګذاري په جنګ، وژلو، ترور، تخريب او بمب اچولو وشوه.

ځوانان او د کار قوه  يوازې ټوپک واخله او خلک ووژنه لپاره جبرأ( بل کار نه و) مجبوریدل او د اجرتي قاتلانو شغل ته يې رونق ورکړی و.

د توليدي، ابتکاري، تخليقي، انکشافي، کار زېږوونکي او خود کفا اقتصاد لپاره نه سرمايه ګذاري کېدله او نه چا علاقه ورسره لرله.

د ملي ګټو او ملي اقتصاد په ځای د څو جنګي باڼډونو او مشرانو ګټې او اقتصاد د اشغالګرو او د هغوی د اجنټانو مدونه او عملي  پاليسي وه. د سالم اقتصاد ځای جرمي او مافيايي اقتصاد ونيولو.

په فساد‌کراسۍ کې ملي اقتصاد وده نه کوي او يوازې د ګوتو په شمېر دلالان او مفسدین ترې بهره اخلي. فني، تخنيکي ، تکنالوژيکي او مهارتي استعدادونو ته د ودې او انکشاف چانس نه وي، ځکه د ټولنې چارې د ضوابطو او کاري وړتيا په ځای په فسادي روابطو مخته وړل کيږي، چې بدبختانه په افغانستان کې دا طرزالعمل ( فساد) تاريخي اوږده سابقه لرله او د ملک د وروسته پاته والي، فقر، بیکارۍ او محتاجۍ سبب ګرځيدلي و.

اوس چې د الله په فضل او د افغان ولس په قربانۍ د افغانستان  اسلامي امارت قائم شوی دی.

ان شاء الله د فقر رېښې به ايستل کيږي او بېکاري به له منځه ځي، ځکه د فقر او بېکارۍ ستره منبع د  فاسد ، ظالم، خدای ناترسه او خاين سياسي واک نامشروع چلونه وه، چې په ټول تاريخ کې په افغان ولس مسلط و او  د افغانستان د اسلامي امارت په راتګ سره دا  سياسي واک د ولس له لوري خپلو اصيلو، متعهد، مؤمنو او متقي بچيانو ته تسليم شو او د ظلم ، فساد ، جنايت او خيانت په ځای به سياسي واکداري نوره د خدمت ، صداقت ، کارزیږولو ، ټولنيز عدالت، عامه رفاه او ترقۍ منبع وګرزيږي او په کم وخت کې به افغانستان د طبيعي او بشري ريسورسونو نه په استفادې سره زموږ خلک د فقر او بېوزلۍ نه د دايمي لپاره نجات پيدا کړي‌.

د ابادۍ او خدمت جهاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

دا به ډېره بې انصافي چې څوک ووايی زموږ ډله خالص د الله تعالی د رضا لپاره او له معاش پرته جنګېده. دا دومره شل کلن جنګ په اللهم نه چليږي او نه طالبان د دومره کرامت خلک دي. الله تعالی د پېغمبر محمد صلی الله عليه وسلم د ملاتړ لپاره د بدر په غزا کې ملايکې راولېږلې چې دوه دندې يې لرلې : يو دا چې د کفارو په زړونو کې وېره خپره کړي او بله دا چې مسلمانان (صحابه) د هغوی په سترګو کې ډېر وښيي، خو نه يې پرېښتو په لاس کې ټوپک او بم ورکړی، نه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx