شعـــــرونه

داغ به مې بیا ځل د زړګي په آینه پاتې شي/ بهير

عبدالهادي بهير

داغ به مې بیا ځل د زړګي په آینه پاتې شي
چې نړیوال راته د مرستو په پلمه پاتې شي

خړ مجاهد ته مې سلام دی زه پرې هم نازیږم
دې بعضو غلو ته مې قسم دی اندیښنه پاتې شي

ستا د پټکي په هر یو ول کې ازادي نښتې
افسوس پښتونه غلیدو کې دې رمه پاتې شي

د وخت پاچا که د غربت دې رانه و پوښتله
څویمه شپه ده چې په لوږه مې معده پاتې شي

زما د خوار ولس تور سرو ته تعلیم ورښيه
بې له تعلیمه به ضرور ړندۀ کڼه پاتې شي

لکه زرګر ځانته مقام په هر زړګي کې جوړ که
له بدو تېر شه چې بچي دې آسوده پاتې شي

خدایه په تا او په رسول باندې مې سر قربان دی
که مې دا سر له تنه بیل آره اره پاتې شي

ستا دې قسم وي ته مو تیر تاریخ ضرور وګوره
بیا ته رامخ شه چې ځما هم خاطره پاتې شي

ملنګ بهیر یمه له خان او چټل لرې ګرځم
شته بعضې خلک چې هغو ته مې ګیله  پاتې شي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx