افغانستان

روسیې، چین او پاکستان افغانستان ته د عاجلو بشري مرستو په اړه خبرې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ تله، ۱۴۰۰ل): د روسیې، چین او پاکستان ځانګړو استازو په مسکو کې د غونډې پر مهال افغانستان ته د عاجلو بشري مرستو په برابرولو خبرې او بحثونه کړي دي.

دا مطلب د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق خان په یو ټویټ کې څرګند کړی دی.

صادق خان وايي، نن په مسکو کې د افغانستان لپاره د روسیې، چین او پاکستان ځانګړو استازو ناسته کړې او افغانستان ته یې د عاجلو بشري مرستو د برابرولو ترڅنګ د ګډو امنیتي اندېښنو او دوه اړخیزو ګټو په اړه بحثونه کړي دي.

په مسکو کې دغه ناسته په داسې مهال ترسره کیږي، چې تیره ورځ د افغانستان د اسلامي امارت د رئیس الوزراء د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی دغه هېواد ته رسېدلی دی.

ټاکل شوې ده چې دغه پلاوی به سبا د مسکو په نړیواله غونډه کې ګډون وکړي او هلته به د افغانستان د نوي حکومت رسمي دریځ روښانه کړي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي، نوموړی پلاوی به هلته د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره دوه اړخیزې او څو اړخیزې ناستې هم ترسره کړي او په اړونده موضوعاتو به مذاکرات او بحثونه ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx