دیني، سیرت او تاریخ

پر افق د سهار لمر

حبیب الرحمن محب الرسول

د اسمان ستورو د ازل څخه ددې ورځې په مینه کې د انتظار سترګې خپل د معشوق د راتلو لارې ته نیولې وې، شین اسمان هم د وختونو راهیسې ددې روح پالونکي او روښانه سهار په تمه او اميد شپه او ورځ سرګردانه و، د قضا او قدر د کارکوونکو ښایسته مجلسونه، د عناصرو رنګینۍ، د لمر او سپوږمۍ ړنا، د وریځو او بادونو ځغاستې، د بارانونو اوریدل، د قدس د نړۍ پاک نفسونه، د حضرت ابراهیم علیه السلام توحید، د حضرت یوسف علیه السلام جمال، د حضرت موسی علیه السلام معجزې، د حضرت عیسی علیه السلام د ژوند پوکی، دا ټول ددې لپاره وه چې دا ګران، محترم او قیمتي شیان به د دواړو جهانو د سردار، د حضرت ادم علیه السلام د اولادې د سید د مخلوقاتو د بهترین خلقیت، د انبیاوو علیهم السلام د امام، د الله جل جلاله د حبیب صلی الله علیه وسلم په دربار کې په کار راسي.

دغه ورځ هغه روح پالونکې ورځ او هغه نیکمرغه ساعت او هغه مبارك وخت و چې په هغه ورځ، ساعت او وخت کې هغه سهار ځمکې ته راغلي چې سیرت پوهان د هغه د سیرت په لیکلو کې ډیر کوښښونه کړي دي خو بیا هم د هغه سهار د تجلاوو، برکتونو او رحمتونه د بیان څخه عاجزه سوي دي.

دا هغه سهار و چې د هغه په واسطه بتان ټوک ټوک سول او بت خانې د خاورو سره خاورې سوې، د مجوسیانو کلیساوې یې ختمې کړې، د آتش پرستانو دائمي اورونه یې مړه کړل او د نصرانیت خزان وهلې پاڼې یې یوه په بله پسې رژولې، دا هغه سهار و چې په واسطه یې د توحید ږغ تر ټولې دنیا پورې ورسیده، د نیکمرغۍ پر باغ باندې پسرلی راغلی، د هدایت د لمر وړانګې هرې خوا ته خپرې سوې او د انساني اخلاقو په هنداره کې مقدس نور وزیږیده.

دا سهار د عبدالله او امنې د زړه ټوټه، د حرم بادشاه، د عربو واکوال، د ټول عالم ځلانده ستوري، د اخلاقو نمونه، د غیرت دنګ منار، د مجاهدینو رهبر، د کائناتو د رب جل جلاله محبوب، د ظلم او تورو شپو لپاره سپین لمر، د مظلومانو د زړونو ټکور، د جاهلانو او ناپوهانو راهنما او د دواړو جهانو ستر واکمن، حضرت سیدنا و مولانا و محبوبنا و نبینا و امیرنا محمد مصطفی احمد مجتبی صلوات الله وسلامه علیه و علی اله و اصحابه اجمعین و.

د دواړو جهانو سردار نبي کریم صلی الله عليه وسلم د فیلانو د پیښې څخه پنځوس یا پنځه پنځوس ورځې ورسته د ربیع الاول د میاشتې پر نهمه یا دولسمه د دوشنبې په ورځ چي د ۵۷۱ میلادي کال د اپرېل د میاشتې د ۲۰ یا ۲۱ تاریخ سره سمون خوري په مکه مکرمه کې د سپیدو او صبح صادق په وخت کې د ابو طالب په کور کې پیدا سو.

(صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ اَلْف اَلْف صَلَواتٌ وَسَلَامٌ)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx