نظــر

د لوی مصلح او ستر غازي د فرزند بیان او تړمې اوښکې!

ابوبکر خپلواک

(د کابل پوهنتون مُحصل)

د چا چې پورته نوم ذکر شو، د هغه په باب څه نه لیکم، خپل ځان او قلم ددې ستر انسان له مدحې او ستاینې کم ګڼم، هغه د دوه جِهادونه سالار، هغه د فداکاره کورنۍ پلار، هغه د کمونېزم او لیبرالېزم په وړاندې قائم مُجاهد، هغه د روس او بیا د نېمې نړۍ په وړاندې کامیاب رهبر، الحاج ستر جلال حقاني (رحمه الله) یادوم.

یو ملګري راته واتساپ کې مسېج پرېښی وه، ویل دا لاندې بیان واوره خو یوازې، پوره یې په مطلب پوه نشوم، خو خیر، له ډوډۍ وروسته مو له نورو ملګرو سره په مشترکه دا د مهاجر مُجاهد خبرې واورېدې.

دا د زړه دردونه، د سرسپارلو زلمو د کارنامو حکایتونه، د استسهادي سپاهیانو کرامتونه، او له درده ډک بیان په کانینټل هوټل کې د ستر جلال زوی (خلیفه صاب سراج الدین حقاني) د استشهادیانو ورثه او پلرونه ته په خطاب کې کړی.

د هغه وینا او بیان په باب به بنده څه ولیکي چې خپله او ورته ناست ټول ملګري تر سلګو او تړمو اوښکو رسوي، بیان نهایت دردونکی او له غمه ډک دی، کنه خلیفه صیب تر آخره هیڅ کومه خبره او حکایت په جذبه او ولوله نه بیانوي، د خپل والد په شان نرم لګیا ده، خو جلسه بیا له ولولو ډکه ده، ځکه هره له زړه راوتلې خبره حتمن د مخاطب زړه ته مسیر مومي، زه څه نه وایم، یوازې تاسو ته یې اورېدو ته رابولم.

خلیفه صاب خپله په ډېر عُجز د خپل ورور بدرالدین حقاني (تقبله الله) یادونه کوي، ورسره څنګ کې په همدې هوټل د هغې سترې مُعرکې یادونه کوي. هغه وخت چې کانینټل د یرغلګرو د دمې تر ټولو ستر بانډ ۇ، د اسلام سرسپارلي زلمي تر دوي ځانونه رسوي او ورسره رښتنی حساب کوي؛ له اجسادو او سرو یې غونډۍ جوړوي او د ځورېدلو پرګنو په زخمي سینو د ملهم پټۍ ږدي.

ډېر مایوسه او خپه دې کړم چې لا هم ددې سترو قربانیو په باب بدمرغه تصور موجود دی، په ښاري ماحول کې هر څه تحریف شوي، ډمې میډیا هر څه کاږه معرفي کړي، استشهاد، شهید، مجاهد، استشهادي او مقدس جهاد ته بدمرغې خطابې کیږي.

ای مُصلحو قلموالو! تاسو ته وایم، په ایمان دا مو مُسلم حق جوړیږي، چې نوي نسل ته دا سپېڅلې قربانۍ او تحریف شوي ملي او دیني مقدسات سم معرفي کړئ، دا نوی افغان نسل باید وار له مخې داسې وروزل شي چې بیا یې باطل زموږ په مقابل کې اجیر جوړ نکړای شي.

درناوی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابوعاقل غزنوي

ستاسو ليکني له مودو راهيسي تعقيبوم ډېری په زړه پورې دي او زه خپله له عربی سره له ډېره وخته دلچسپي لرم نو که تاسو دعربي برخه لرئ زه مو همکاري لپاره چمتو يم

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx