
افغان او پاکستاني چارواکي د سپین بولدک ـ چمن د لارې په اړه خبرې کوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ تله، ۱۴۰۰ل): افغان او پاکستاني چارواکي د سپین بولدک ـ چمن بندري لاره باندې د مسافرو وړونکو او سوداګریزو موټرو د تګ راتګ په اړه خبرې کوي.
د افغان چارو کارپوه او پاکستاني خبریال طاهرخان په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې ټاکل شوې ده دغه خبرې سبا د چهارشنبې په ورځ ترسره شي.
نوموړی زیاتوي، د بلوچستان حکومت ددې مذاکراتو لپاره یو نهه کسیز پلاوی ټاکلی؛ خو دا لا څرګنده نه ده چې افغان لوری دغو مذاکراتو ته چمتووالی لري او کنه.
افغان چارواکو دوه اونۍ وړاندې د سپین بولدک ـ چمن بندري لار وروسته له هغه د هرقسم تګ راتګ پرمخ وتړله چې په خبره یې د پاکستاني چارواکو د ناسمو تګلارو له امله افغان مسافر او سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ شول.
په کندهار کې د اسلامي امارت مسئولینو تردې وړاندې ویلي ؤ، تر هغو چې په دغه لار تلونکو افغان مسافرو او سوداګرو ته هرقسم آسانتیاوې نه وي برابرې شوي، ترهغو به دغه لاره تړلې وساتي.
دا په داسې حال کې ده چې د سپین بولدک ـ چمن او تورخم بندري لارو د تړل کېدو له امله افغان مسافر، ناروغان او سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او هره ورځ افغان سوداګرو ته ملیونونه افغانۍ زیان رسیږي.