نړۍ

د امريکا مشرانو جرګې د اوباما د محاکمې پرېکړه منلې

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۱۰مه ۱۳۹۳ل:) د امريکا مشرانو جرګې هغه پرېکړه تصويب کړې، چې له مخې يې ولسمشر بارک اوباما له خپل واکه د بې ځايه ګټې اخيستنې په تور محاکمه کيدای شي.

د امریکا مشرانو جرګې د ۲۰۱ رايو مقابل کې د ۲۲۵ رايو په ملاتړ د بارک اوباما په اړه هغه پرېکړه تصويب کړې، چې له مخې يې اوباما له خپل واکه د ډېرې ګټې اخيستنې په تور محاکمه کيدای شي.

مشرانو جرګې دا پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې دې لنډ وخت کې بارک اوباما دوه داسې کارونه کړي، چې له مخې يې ويل کيږي، چې نوموړي له خپل واکه ناوړه ګټه پورته کړې ده.

د مشرانو جرګې غړي وايي، چې اوباما د روغتيايي بيمې او افغان طالبانو سره د تبادلې په اړه له خپل واکه ناوړه ګټه پورته کړې ده.

د مشرانو جرګې غړي پر اوباما نيوکه کوي، چې د طالبانو پنځه لوړپوړي مشران يې د يو امريکايي عسکر مقابل کې خوشې کړل، چې دا کار يې د قانون له مخې له خپل واکه د ډېرې ګټې اخيستنې په معنا ده.

په دې وروستيو کې شوې سروې وايي، چې د دوهمې نړيوالې جګړې را په دېخوا بارک اوباما تر ټولو منفور او کم محبوبيت لرونکی ولسمشر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x