افغانستان

امریکا: نوي افغان حکومت ته به اجازه ورنکړل شي چې د افغانستان مرکزي بانک زیرمو ته لاسرسی ولري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ تله، ۱۴۰۰ل): د امریکا د خزانې مرستیال وزیر والي اډيمو وايي چې امریکا به نوي افغان حکومت ته  د افغانستان بانک شتمنیو  ته چې په امریکا کې ساتل شوي دي د لاسرسي اجازه ور نه کړي.

افغان حکومت څو ځل له امریکا غوښتي چې د افغانستان بانک اسعاري زیرمې چې د اګست له ۱۵مې راهیسې امریکا کنګل کړي دي له کنګلتوب وباسي.

خو د امریکا د خزانې مرستیال وزیر د امریکا د سنا بانکي کميټې ته څرګنده کړې چې دوی په دې باور دي چې پر «طالبانو» بندیزونه مهم دي خو په عین حال کې افغانانو ته د مشروعو بشري مرستو رسولو لپاره لارې هم لټوو.

نوموړي زیاته کړې چې د امریکا د خزانې وزارت هدف دادی څو پر «طالبانو» باندې [مالي او اقتصادي] بندیزونه تطبیق کړي خو په عین حال کې افغانستان ته بشري مرستو ته د تګ اجازه ورکړي.

د اډیمو په وینا د خزانې وزارت پر طالبانو د لګېدلیو بندیزونو او شته محدودیتونو په دایره کې دننه ټول هغه اقدامات کوي څو افغانستان ته بشري مرستې ورسیږي.

امریکا د افغانستان بانک د پیسو د کنګلتوب څخه د نه ویستلو اعلان په داسې حال کې کوي چې د پیسو نړیوال وجهي صندوق ویلي چې د افغانستان اقتصاد به ۳۰ سلنه راښکته شي، ځکه افغان مهاجرین په ډيریدو دي، مرستې ځنډول شوي، د افغانستان بهرنۍ شتمنۍ کنګل شوي او د طالبانو واک ته له رسیدو وروسته افغان بانکونه نغدي پیسې نه لري.

امریکا له یوې خوا افغانستان سره د بشري مرستو اعلانونه کوي او له بلې خوا یې په بهر کې د افغانانو شتمنۍ کنګل کړي دي. د افغانانو د شتمنیو کنګلتوب په افغانستان کې اقتصادي او بشري بحرانونو د زیږیدو اندېښنې راپیدا کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نعیم جان میلمه

که چیرته امریکا واقیعآ غواړوی چی له افغانانوسره مرسته وکړی نو دافغانستان کنګل شوی پیسی دی بیرته خلاصی کړی ترڅو دافغانستان اقتصاد له بهران وژغورل شی .

محمد صالح

د مور شیدې! د مور شیدې! امریکایانو موږ ستاسو څخه شرمنده یوه. هغه ستاسي وسلې چي زموږ سره پاته وې، موږ ډیری پر پاکستان وپلورلې او لا یې هم پلورو. خو تاسو زموږ پیسې خوندي راساتلي دي. کفر مو خپل عیب دی، خو پر امانتداري دي آفرین وایو. هم دا سبب دی چي تاسي نړیوال ابرقدرت یاست او موږ یو مفلس او محتاجه د نورو غلام ملت یو.

عبدالله مجید وردک

د خپل رب او موءمنانو دخمنو ، تاسی نه پوهیگی ، چی د چا سره طرف یی ، د مجاهدینو پر مقتدر رب ( ج ) توکل دی !
منتقم رب مو بربادوی ، د ورکرل شوی مهلت سخه کار واخلی ، گوری توته توته کیگی امریکه مو تباه کیگی ، او زمونگ مظلومانو خپل رب کافی دی ، دیر بدیلونه او لاری به راپرانیزی !
و ما علینآ اللبلاغ

استاد دوکتور عبدالله

الله د مؤمنانو پالونکی دی ….دا د ارزاق مسﺉله ده چې الله تعالی زمه داری اخستی او مونږ یوازې پر کوښش کولو مکلف یو ان شاء الله چې د حل لارې پرانستل شي.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx