افغانستاناقتصاد

د پيسو نړیوال صندوق: د افغانستان اقتصاد به ۳۰ سلنه ښکته شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ تله، ۱۴۰۰ل): د پیسو نړیوال وجهي صندوق (IMF) ویلي چې د افغانستان اقتصاد به په روان کال کې ۳۰ سلنه وغورځي.

د پیسو نړیوال صندوق ویلي چې اقتصادي بحران به په افغانستان کې د کډوالۍ د زیاتېدو سبب شي او ګاونډي هیوادونه، ترکیه او اروپا به یې تر اغېز لاندې راشي.

د راپور له مخې له افغانستان سره نړیوالې مالي مرستو بندول او د افغانستان میلیاردونه ډالر بهرنۍ شتمنۍ کنګل کېدل د اقتصادي بحران د رامنځته کېدو سبب دی.

د پیسو نړیوال صندوق زیاته کړې چې د وچکالۍ شدت، د کرونا ټکانونه او نور لاملونه هم د افغانستان د اقتصادي وضعيت د کړکېچن کېدو اسباب دي.

راپور کې راغلي دي چې په افغانستان کې ګډوډي د افغان کډوالو په زیاتېدو کې رول لري او دا به په سیمه کې د پاموړ اقتصادي او امنیتي اغېزې ولري.

د پیسو نړیوال وجهي صندوق د افغانستان د اقتصاد د غورځېدو راپور په داسې حال کې ورکوي چې امریکا د افغانستان میلیاردونه شتمنۍ چې د دغه هیواد په بانکونو کې ساتل کېدلې کنګل کړي دي.

همدا راز یادې ادارې له افغانستان سره ۳۷۰ میلیونه ډالر مالي کومک بند کړ.

پر دې سربېره نړیوال بانک هم په افغانستان کې خپل فعالیتونه بند کړل او د ټولو پروژو تمویل يې هم وځنډولو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نعیم جان میلمه

ترهغی چی افغانستان دسیمی له هیوادونه سزه تعامل ونه کړی همدا حالات به روان وی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx