نظــر

افغانستان سره د منځنۍآسیا تړلې ګټې!

شریف الله شګيوال

د ا.ا.ا رهبرۍ سره د منځنۍآسیا هېوادونو د مسوولینو پرلپسې لیدنې د څه لپاره دي؟

منځنۍ آسیا هېوادونو( پخواني شوروي جمهوریتونو) د افغانستان پخواني پاچا ظاهرشاه د واکمنۍ او بیا د سردار داوودخان واکمنۍ له سقوط وروسته نظامونو سره هم تودې سیاسي، نظامي او اقتصادي اړیکې لرلې.

په دغه لیکنه کې د افغانستان له پخوانیو نظامونو سره د شوروي او اړوندو جمهوریتونو په اړیکو ډیر تمرکز نه کیږي.

اویایمې لیسزه کې د ترکمنستان د وخت حکومت هڅه وکړه، چې د افغانستان پخواني جمهور رئیس ډاکټر نجیب الله له حکومت سره د ټاپي د ګازو لیږد پروژې تدارکاتي او عملیاتي چارې پېل شي، خو له بده مرغه په کور دننه د جګړو او ناامنۍ شدت د ټاپي پروژې پلي کیدل ناممکن کړل.

دغه راز د طالبانو په تېره دوره (1996-2001) کې هم د ترکمنستان دولت سره د ټاپي پروژې د پېل او تطبیق په اړه مذاکرات پېل کړل، خو وروسته بیا د سیاسي تحولاتو له امله ټاپي پروژې کارونه پېل نه شول.

له دې وروسته د پخواني جمهوررئيس حامد کرزي په دواړو دورونو مشرۍ کې د افغانستان او منځنۍاسیا هېوادونو سره د اقتصادي، ټرانزیټي او تجارتي اړیکو پراختیا او د دوه اړخیزو او څو اړخیزه پروژو د پلي کولو تړونونه لاسلیک شول. د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا سره د منځنۍاسیا د ټرانزیټ، تجارت او انرژۍ د لیږد شریکو پروژو د تطبیق لپاره تر ډېره لومړنۍ څېړنې او تدارکاتي چارې ترسره شوې.

له 2014 کال ولسمشریزو ټاکنو وروسته او د محمد اشرف غني د واکمنۍ له پېل سره د افغانستان – منځنۍآسیا او دغه راز د شریکو ګټو هېوادونو(روسیه او د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونه) ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او سیاسي اړیکو نوی فصل پرانستل شو.

د ازبکستان پخواني جمهوررئيس اسلام کریموف، چې د افغانستان د پخواني جمهوررئيس ډاکټر نجیب الله د حکومت له سقوط وروسته د افغانستان سره اړیکې پیچلې کړې وې او له افغانستان سره یې سیاسي او اقتصادي اړېکې پرېکړې وې ان تر دې، چې د افغانستان محصولات او صادراتو ته یې د ازبکستان له لارې د ټرانزیټ اجازه هم نه ورکوله.

د اسلام کریموف واکمنۍ کې ازبکستان تر حیرتان بندر پورې د اوسپنې پټلۍ پوسیله خپل محصولات او د نورو هېوادونو وارداتي توکي افغانستان ته انتقالول، خو له دې اړخه یې په خالي شویو واګونونو کې د افغانستان صادراتو ته اجازه نه ورکوله.

د اسلام کریموف له وفات وروسته او په ازبکستان کې د نوې رهبرۍ په رامنځته کیدو سره د کابل او تاشکند ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو نوی باب پرانستل شو. د ازبکستان اوسنۍ رهبرۍ نه یوازې له افغانستان بلکې د سیمې او نړۍ ټولوهېوادونو لپاره په اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونه کې پرانستې پالیسي((Open policy غوره کړې، چې له امله یې د ډېرو هېوادونو د پانګه والو او صنعت کارانو  توجه هم جلب کړې ده.

د لومړي ځل لپاره له چین څخه په تجارتي توکو بار اورګاډی د ازبکستان له خاورې د بلخ ولایت حیرتان بندر ته داخل شو.

له ترکمنستان سره د فاریاب ولایت اندخوۍ ولسوالۍ کې د آقینې بندر- آتامراد- امام نظر ریل پټلۍ نړيوال مسير وصل او پرانستل شو، چې پوسیله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ صادرات او واردات پېل شول.

دغه راز د په هرات ولایت کې د تورغنډۍ او ترکمنستان ترمنځ د سړک د ټرانسپورټ ترڅنګ د اورګاډي پټلۍ پرانستل شوه، چې د صادراتو او وارداتو لپاره په ټرانزیټ کې ارزانه او اسانه وسیله ده.

د افغانستان- ترکمنستان- ترکیې- ګرجستان او آذربایجان ترمنځ د لاجورد لاره هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

پوښتنه داده، چې منځنۍآسیا له افغانستان سره د اړیکو پراختیا کې ولې ډېره لیوالتیا او څه اړتیا لري؟

1-  ولې په دې ورستیو کې د ازبکستان، ترکمنستان، روسیې او تازه د قزاقستان چارواکو له طالبانو سره تګ راتګ او د لیدونو لړۍتوده کړې ده؟

2-  مزارشریف ته د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر د راتګ او له خپل افغان سیال سره یې لیدل څه پیغام او موخه لري؟

3-  کابل ته د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف راتګ د څه لپاره و؟

4-  د ااا د وزیرانو شورا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ ازبکستان ته د افغان پلاوي موخې او ګټې څه دي؟

5-  تاشکند ته د امارت د تللي پلاوي سفر سره په یوه وخت کابل ته د افغانستان په چارو کې د قزاقستان د جمهوررئيس ځانګړي استازي( یرزان کازوخانوف) راتګ او د ریاست الوزراء لومړي مرستیال مولوي عبدالغني برادر سره لیدنه له سیاسي اړخه څومره ارزښت لري؟

6-  د ترکمنستان د جمهوررئيس لخوا د افغانستان اوسني حکومت سره د اړیکو د دوام ډاډ د کومو موخو لپاره دی؟

افغانستان ته د مرکزي اسیا او په ټوله کې د ( شریکو ګټو هېوادونو) د لیوالتیا عوامل:

۱- ازبکستان د منځنۍ اسیا،چین او روسیې هېوادونو ته د افغانستان ټرانزیټي پل او افغانستان جنوبي اسیا ته د ازبکستان ټرانزیټي لاره ده.

۲- افغانستان د ازبکستان د برېښنا انرژۍ، ګازو ، سیخ ګول، اوسپنیز ګاډر، زراعتي او صنعتي تولیداتو لپاره هم مصرفي مارکیټ او هم پاکستان او هندوستان ته د صادرولو مسیر دی.

۳- برعکس ازبکستان بیا د افغانستان وچو او تازه مېوو او کاني ډبرو د پروسس او نړیوال مارکیټ ته د رسیدو لاره ده.

۴- له تېرو څو کلونو راهیسې د ازبکستان پانګه والو د حیرتان بندر کې د ډبرو سکرو پروسس او له دې لوري د افغان محصولاتو د صادرولو برخو کې پانګونه کړې ده.

د شمېرو لمخې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ کلنی تجارت شاوخوا 840 میلیونه ډالرو ته رسیږي، چې (800) میلیونه ډالر پکې د ازبکستان صادرات دي او 40 میلیونه ډالر د افغانستان صادرات.

۵- ازبکستان په سیمه کې په لوړه کچه د پنبې کښت او تولیدونکی هېواد او پاکستان د پنبې د مصرف ( پروسس او رخت جوړونکی) او افغانستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځمکني او هوایي اتصال نقطه ده.

دا یوه سیمه ییزه اقتصادي پروژه ده.

۶- ګډه ریل پټلۍ:

ازبکستان د سرخان دریا ولایت د ترمذ سرحدي ښارګوټي (ازبکستان غواړي په مهم تجارتي او ټرانزیټي ښار یې بدل کړي) له لارې د حیرتان بندر- مزارشریف-پلخمري- سالنګونو- پروان- کابل-لغمان او ننګرهار له مسیر تر پښتونخوا( پشاور) پورې د اورګاډي پټلۍ پروژه تکمیل کړي.

افغانستان سره د ترکمنستان د اړیکو جوړولو ګټې:

TAPI پروژه:

د ترکمنستان- افغانستان-پاکستان او هندوستان د ګاز پایپ پروژه:

افغانستان کې د زرګونو افغانانو د مسقیم او غیر مستقیم کار زمینه برابروي، د ټاپي مسیر کې ۴ سب سټیشن جوړیږي، چې اړوندو سیمو ته به په ارزانه بیه ګاز ورکوي، صنعتي پارکونو ته به ګازو حرارتي برېښنا تولید او ورکوي. ټاپي پروژې تطبیق سره  افغانستان هر کال ۴۰۰ میلیونه ډالر حق العبور لاسته راوړي، د اقتصاد ترڅنګ د سیمې هېوادونو د اقتصادي ګټو په شریکولو سره د سیمې او افغانستان ثبات سره مرسته کوي.

TAP

د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان د وارداتي برېښنا ګډه پروژه ده. افغانستان ته د انرژۍترځنګ د برق د انتقال حق العبور پيسې ورکول کیږي او دا پروژې د افغانستان له ثبات سره مرسته کوي.

د افغانسان-تاجکستان او قرغیزستان شریکې ګټې:

CASA1000 کاسا 1000 د برښنا لیږد پروژه:

له قرغیزستان او تاجیکستان هېوادونو څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا لیږد پروژه ده.

دغه پروژه د کندز له شیرخان بندر له لارې د هېواد له ۶ ولایتونو، ۲۳ ولسوالیو او شاوخوا ۶۰۰ کلیو څخه انتقالیږي.

د اټکل لمخې افغانستان به له دغې پروژې ۳۰۰ میګاټه برق او د ۴۵میلونو ډالرو حق العبور ترلاسه کوي. دغه راز د هېواد سیاسي او اقتصادي ثبات سره مرسته کوي.

د منځنۍآسیا په کچه د پرمختګ په حال کې اقتصاد ( صنعتي او زراعتي محصولاتو) لرونکی هېواد قزاقستان د څه شي په لټه کې دی؟

قزاقستان او ازبکستان دواړه هېوادونه تر ډيره د صنعتي او زراعتي محصولاتو د تولید لمخې خودکفایي ته رسیدلي، نو اړتیا ده، چې دغه دواړه هېوادونه د خپلو صنعتي او کرنیزو محصولاتو لپاره مصرفي مارکیټ پیدا کړي، چې د اوس لپاره افغانستان د دوی د محصولاتو د لیږد او پلور ښه مارکیټ دی.

قزاقستان د افغانستان بازارونو ته د ازبکستان، ترکمنستان او یوه اندازه د تاجکستان له ټرانزیټي لارو غنم، اوړه، غوړي، مئ او دغه راز برښنایي وسایل، زراعتي ماشین آلات او ساختماني وسایل او توکي صادروي.

دغه راز قزاقستان د افغانستان وچو او تازه مېوو او زعفرانو د پلور ښه مارکیټ دی.

له قزاقستان سره د افغانستان کلنی تجارت د 500 میلیونو ډالرو په حدود کی دی، چې له بده مرغه د افغانستان صادرات تر اوسه ډېر کم او د شاوخوا 10 میلیونو ډالرو په ارزښت دی.

پایله:

سیمه ییزې اقتصادي پروژې او سیمه ییز اتصال په سیمه کې د ثبات او پرمختګ وسیله ده.په نړۍ کې دا ثابت شوې، چې د اقتصادي ګټو شریکول په سیمه کې سیاسي ثبات سره مرسته کړې.خو، دا هر څه د اوسني حکومت د مسوولینوسیاسي بصیرت او غښتلې ارادې پورې تړلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

بهتره به داوي مخکې تردې چې هېواد مو بیا یو نامعلوم سرنوشت سره مخامخ شي او امنیت مو ورځ تر بلې د خرابېدو لوري ته لاړ شي باید په خپل سیاست کې بیا کتنه ترسره کړو (له یوه لاسه غږ نه پورته کېږي) دا به لویه اشتباه وي چې مونږ فکر وکړو هرڅه چې مونږ وایو او یایې کوو او یایي په سیاست کې عملي کوو حقیقت او له اسلام سره سل په سلو کې سمون لري. پر ټولو مسایلو بیا کتنه پکار ده تر ټولو د مخه باید خپل کور ودان او جوړ کړو خپل ملت په خپل غېږ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x