شعـــــرونه

ورته په فکر کې تدبیر ته ګورم/ حيدري

محمد اغا حيدري

ورته پـه فکر کې تدبیر ته ګورم
د خلاص ګریوان دغه ځنځیر ته ګورم

زه توکل په پاک الله ﷻ کومه
هم پـه هرکار کې خپل تقدیر ته ګورم

چې په لیدو کې یې بې هوښه شمه
زه د بې وزله یتیم ویر ته ګورم

د ژوندانه او د سیاست چارو کې
زه د ثالث عمر مسیر ته ګورم

خلکو کې وکړم د پرېکون فیصله
چې یې ککړ مردار ضمیر ته ګورم

له بې وسۍ نه ورته چوپـــه خوله یم
حیران حیران مظلوم اسیر ته ګورم

حیدري! وکړم پرې د زړه تسلي
چې دې شډل پډل تصویر ته ګورم

محمدآغا حیدري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx