افغانستان

د دهمزنګ په چاودنه کې دوه امنیتي سرتیري ټپیان شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ تله، ۱۴۰۰ل): د کورنیو چارو وزارت منلې چې د کابل ښار د دهمزنګ په چاودنه کې دوه امنیتي سرتیري ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي ویلي چې دغه چاودنه سهار ۷:۳۰  بجې د دهمزنګ په سیمه کې د درېیمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې.

هغه زیاته کړې چې په امنیتي ځواکونو د کابل د باغ وحش له داخله لاسي بام غورځول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت د پېښې په تړاو څېړنې پيل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx