افغانستان

هرات کې څلور تنه اختطافګر نیول شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ تله، ۱۴۰۰ل): امنیتي مسئولینو په هرات ولایت کې د څلورو تنو اختطافګرو د نیولو خبر ورکړی دی.

د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر څخه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اختطافګرو دغې ډلې څو ورځې وړاندې ددې ولایت له ګذرې ولسوالۍ څخه یو تن تښتولی ؤ.

د سرچینې په خبره یاد اختطافګر د هرات ولایت د ملي امنیت د منسوبینو لخوا تر پېژندلو وروسته د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

د اختطافګرو له منګولو څخه ژغورل شوی د څارویو ډاکټر(وټرنر) که څه هم د اسلامي امارت د ملي امنیت له منسوبینو څخه خوښي څرګندوي؛ خو ټینګار کوي چې باید نیول شوو اختطافګرو ته قانوني سزا ورکړل شي.

په خبرپاڼه کې د هرات د والي مولوي عبدالقیوم روحاني په حواله ویل شوي چې په تیرو دوو میاشتو کې په دغه ولایت کې د اختطافونو کچه ټیټه شوې او څو تنه اختطافګر هم نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت ځواکونه هڅه کوي چې د اختطاف او انسان تښتونې ناخوالې ته په دې ولایت کې د پای ټکی کیږدي او خلک په ډاډمنه فضاء کې ژوند وکړای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له راتګ سره په هرات ولایت کې د انسان تښتونې ګراف تر  ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی دی. څه موده وړاندې د هرات امنیتي منسوبینو څلور تنه هغه اختطافګر د ښار په دروازو کې وځړول چې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

ډیر ښه ډیر اعلی کار وشو دا ښه خدمت ده ملت په خوشالیږي

طوطی

راسآ یی په دار کړی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x