افغانستان

زابل کې د نجونو ښوونځي تر دولسم صنف پورې ټول خلاص دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ تله، ۱۴۰۰ل): د زابل د اطلاعاتو و کلتور ریاست په دغه ولایت کې د نجونو د ښوونځیو د خلاصېدو خبر ورکړی دی.

د زابل د اطلاعاتو و کلتور رئیس حمدالله فطرت پر خپلې ټويټر پاڼې لیکلي دي چې دغه ولایت کې له اول تر دولسم صنف پورې د نجونو ټول ښوونځي خلاص دي.

ښاغلي فطرت د بي بي خالا د نجونو د لیسې مدیرې بي بي پروین له خولې لیکلي دي چې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو سره د دوی په تعلیمي بهیر کې هيڅ ستونزې نه دي رامنځته شوي.

آغلې پروین زیاته کړې چې دوی تر پخوا اوس زیات د ارامۍ احساس کوي.

څو ورځې وړاندې د ماشومانو څخه د ملاتړ نړیوالې ادارې (یونیسیف) ویلي وو چې حاضره د افغانستان په پنځو ولایتونو (روزګان، بلخ، سمنګان، جوزجان او کندوز) د نجونو ښوونځي تر دولسم ټولګي پورې پرانیستل شوي دي.

د پوهنې وزارت تېره میاشت اعلان وکړ چې د هلکانو ښوونځي به بیا پیلیږي خو د نجونو د ښوونځیو په اړه به وروسته تصمیم ونیسي.

په افغانستان کې ذکور او اناث په جلا جلا مکتبونو کې زده کړې کوي او د مکاتبو تعلیمي او اداري چارې ټولې ښځېنه کارمندانې مخته وړي.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم ويلي وو چې د نجونو مکتبونه به ژر خلاص شي خو د تعلیمي کال د پیلیدو یوه میاشت تیریږي چې د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د نجونو ښوونځي لا هم تړل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

بهرنی برنامه او پروګرام دی. همدا نن چی اعلان وشی د کابل مکتبونه هم خلاصیږی. خو طالب چارواکو ته دا ویل شوی چی د پښتون لور او ښځه نباید تعلیم وکړی. که مکتبونه خلاصیږی هم په شمال کی خلاص شی. بیا چی د پښتون خور یا مور مریضه شی وایی چی ډاکټر محرم دی هو ډاکټر محرم دی په اروپا او امریکی کی خو په افغانستان کی تر ټول دوس، حرامی او لعین به ډاکټر وی. ما ولیدل په غربی ممالکو کی اکثرآ ۹۹ فیصده ډاکټرانی ښځی دی همداسی د ښونځی معلمانی. غرب کی ښځی په ډیره بی غمی سره… نور لوستل »

خوګياڼي

د افغانستان اسلامي امارت بايد په ټول هېواد کې د جينکو ښوونځي، ليسې پوهنتونونه پرانيزي نه يوازې په ځينو ولايتونو کې. مننه

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x