نظــر

ولې اسلامي هيوادونه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني؟

ارسلا مفتون

امریکا او ورسره مل نړیوالو قوتونو تقریباً پر افغانستان له شل کاله اشغال وروسته یوه تاریخي ماته وخوړه، داسې ماته چې ډیر څه ترې پاته سول، حتی ځینې اتباع یې په سوال او زاریو له دې هیواد څخه و ایستل، طالبانو پوره شل کاله د جهاد او مبارزې په مټ یو ځل بیا پر افغانستان خپل واک ټینګ کړ.

دا دی دوه میاشتې تیريږي خو د طالبانو حکومت نه د کفري او نه د کوم مسلمان هیواد له خوا په رسمیت پیژندل سوی، دا چې ولې کفري هیوادونه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني جلا خبره ده، خو ورسره په څنګ کې یې اسلامي هیوادونو هم د رسمیت پیژندلو لپاره کوم څرک نه تر سترګو کیږي.

کفري هیوادونه چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژنې څو ښکاره دلیلونه یې دا دي:

دوی پر دې زیات ټینګار کوي چې د بشر حقوق دې ورکړل شي.

د ښځو حقوق دې ورکول شي او د نجونو تعلیم ته دې اجازه ورکول شي.

ټولشموله حکومت دې جوړ شي او د ملت غوښتنې دې ومنل شي.

لومړی راځم دې ته چې پر همدغو څو نقاطو خبره وکړم، کومې غوښتنې چې کفري هیوادونه یې له طالبانو لرې په اصل کې دا حقوق چې طالبانو افغان ملت ته ورکړي دي دا تر ټولو جوته خبره ده چې د نړۍ بل هیڅ قانون او حکومت خپل ملت ته نه دي ورکړي.

دومره ستره معافي چې طالبانو وکړه په تاریخ کې د دوو مقابلو ډلو تر منځ نه ده شوې، ورسره څنګ کې د حکومت په چوکاټ کې د افغانستان د هر قوم او توکم څخه په موجوده نظام کې افراد لیدل کیږي، هغه که تاجک، ازبک، هزاره او پښتانه وي.

د دې تر څنګ په ټول هیواد کې مکاتب فعال حضور لري له لومړي څخه تر دولسم ټولګي زده کړې شروع دي، ورسره په څنګ کې په ځینو ولایتونو کې ان تر دولسم ټولګي د مکاتبو دروازې پرانستل سوې دي.

دا چې د کفري هیوادونو غوښتنې دا دي تر څو موږ په دې ټولو غوښتنو کې د قانون له چوکاټ څخه بهر کړي، ډیموکراسي او د غیر شرعي نظام اهداف پر طالبانو ومني، دا چې دا غوښتنې د کفري هیوادونو دي تر ډیره بریده ترې ګیله هم نه کیږي، ځکه چې د دوی اهداف همدا و او د همدغو اهدافو لپاره جنګیږي.

خبره د اسلامي هیوادونو ده، ایا دوی هم د کفري هیوادونو په څیر پر همدغو غوښتنو ټینګار کوي، نو دا به په اصل کې له اسلامي اصولو سرغړونه وي.

دا چې اسلامي هیوادونه ولې د طالبانو حکومت پر رسمیت نه پیژني څو دلیلونه دي چې په لنډ ډول به یادونه ترې وکړو.

لومړی دا چې د اسلامي هیوادونو په ښکاره داسې غوښتنې  نسته چې دوی ورته شرعي لار ولټوي، که چیرته د دوی غوښتنې د ښځو حقوق، د ښځو تعلیم او د همه شموله حکومت هم د کفري هیوادونو په څیر وي نو بیا یې تر منځ کوم توپیر هم نه لیدل کیږي.

دوهم دا چې ځینې اسلامي هیوادونه په خپله مستعمره دي، ځینې په اقتصادي، ځیني په فکري، ځینې په سیاسي او نظامي توګه د نورو تر کنترول لاندې دي او نه شي کولای په خپلواکه توګه خپله پریکړه وکړي.

که چېرته اسلامي هیوادونه ځانونه خپلواک ګڼي نو د طالبانو حکومت دې په رسمیت وپیژني، که نه د دوی د شاته پاته کېدو لپاره به کوم شرعي دلیل نه وي پاته سوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
13 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

خپله افغانان ټول طالبانو څخه بیزاره شوی نو پردی خلک به یی په څه په رسمیت وپیژنی؟ صرف د چړې په زور امنیت خلک له لوژې مړه شول لس میلونه صرف د پخوانی حکومت مامورین بیکاره او بی معاشه شول لږ فکر وکړی ملت مو له قحطی سره مخامخ کړ حکومت مو ټول ملایانو وسپاری دا مسلکی اشخاص ټول بیکاره څنګه به د طالب حکومت په رسمیت وپیژندل شی.

حبیب

طوطی ګله
دا لوږه طالبانو راوستی او د پخوانی غلام حکومت میراث دی?

طوطی

که د پخوانی حکومت د غلطی تګلاری له وجی یی اوس یی طالب باید ورغوی ۴۲ هیوادو ته خو ماته ورکولای شی خو دا لوژه دی هم ماته کړی.

طاهر ثابت

طوطی جانه ستا ددروغو سوړونه بیخی جګه ده. لس میلیونه دولتی کارکونکی به دامریکا نه وی ته یی افغانستان کی بولی. که ریښتیا وی نو بیا باید ټول محکمی ته وغوښتل سی چه په دی شل کاله کی یی ولی افغانستان ګل او ګلزار نکړ؟

طوطی

ثابت صیب: لس میلونه خو ما هم له نورو اوریدلی فکر وکړ چی یو میلیون دی دا چی ولی یی په دی شل کاله کی وطن ګل او ګلزار نکړ دا هم ستاسو طالبانو له وجی هر ورځ انتحار او جنګ، پلونه او سړکونه مو ویجاړ نکړل؟ مکتبونه مو و نه سوځول؟ کله مو خلک کار ته پریښودل. له ګیډی خبری کوی.

غوربندي

طوطی لالا
مبالغې مو سم دم لکئ کړې ده،،، د کابل، پروان، وردګ او لوګر ولایتونو د ټولو اوسیدونکو وګړو شمېر هم تر لس میلیونه کم دی.

هیله ده مثبت او رغوونکی خبرې وکړی،، کنه ګونګی پاته کېدل تر ټولو غوره دي.

طوطی

غوربندی صیب ته: ته چیری یی ما فکر وکړ چی اوس به یا د عدلیی وزیر یی یا د مخابراتو ته له ما بدتره لا اوس هم په نن ټکی اسیا کی بند پاتی یی؟ څه دی که بیانزی صیب درک یی نلګیږی؟ په هر صورت په ریښتیا هم چی لس میلیونه می مبالغه کړی په والله چی دا دروغ ما له کوم بل دروغجن څخه واوریده او بیا می پری فکر هم ونکړ خو لس نه اکثریت خلک ټول په مجمع کی بیکاره شول د طالبانو په لومړی دور کی خلکو ته د نانوایی ډوډی صرف دری دانی په… نور لوستل »

غوربندی

طوطی صاحب

که د عدلیې وزیر وای وختي به مې د یو درځن پخوانيو خاینینو دوسیې علنا او عملا تکمیل او په عام محضر کې په دار او د تاریخ عبرتناکو پاڼو ته سپارلي وای.

ملا جانان

طوطو ځوانه ته خو خبري مه کوه! موږ ډیر خوشحاله یو چي زموږپه صحراوو کي اوس د خلګو کورونه د دوئ د ماشومانو، میرمنو، سپینږرو او سپینسرو سره یو ځای نه بمباریږي. د شپې چاپې نسته او د لویو لارو د سفرونو پر مهال د داخلي کفارو لخوا عزیت نه وررسیږي. هیڅ څوک د لوږي نه دي مړه. هر شخص غنمینه ډوډۍ او شلومبې لري او که دا هم ونه لرو بیا هم طالبان نه دي ملامت زموږ بزګر او مالداران ملامت دي چي په خپل کار کي لټي کوي..

طوطی

ملا جانان ته: تا سره اسلامی تهذیب هیڅ نشته ځان ته ملا هم وایی. زما نوم درست ولیکه بیا به زما لخوا هم درستی کلیمی ستاسو په باره ولیکل شی. زما لیکنی ټولی انتقادی دی هیڅ حق نلرم چی چاته بد الفاظ استعمال کړم مګر چی څوک می مجبوره کړی د طوطو ځویه. زه د دی ملت وګړی یم مسلمان یم حق لرم چی په طالب انتقاد وکړم تر څو اصلاح شی. وایی دوست بدی وځوروی، دښمن بدی وخندوی. لوژه، بیوزلی او غربت ځان ته نه غواړم او همداسی یی نورو ته. کومه خلاف خبره می که کړی وی راته… نور لوستل »

غوربندی

الحمدلله

ملا جانان

لیکوال صاحب! دا کوم دلایل چي تا د بهرني دولتونو راوړي دي، دا هغه پلمې دي چي دوئ یې د امارت په رسمیت نه پیژندلو لپاره وړاندي کوي. ځکه چي دوئ پوهیږي چي که طالبان دا غوښتني ومني نو د هغه ملیونونو افغانانو د داوطلبانه ملاتړ څخه به محروم سي چي په مټ یې غني و عبدالله و نور یې د خپلو نړیوالو پلرونو سره د هیواده څخه فرار کړل. او تاسو محترم هم خدای دي وکړي چي د ناپوهۍ مو دا سطحي لیکنه کړې وي، ځکه چي که د اصلو مسایلو څخه خبرتیا لرلو سره سره داسي سطحي خبري… نور لوستل »

Sayed

With respect to all, If we read their peace withdrawal deal agreement the word of word of the Islamic Emarate of Taliban is used 16 times. Especially the third part is so important for the Taliban to understand upon it properly. It’s entirely up to to them to reconcider about it carefully. It looks like that they missed some recommendations or conditions what to do next. I’m afraid to say that the Taliban ignored and disregarded that why the International Community not recognise them. They didn’t follow them and they’re suffering from it. It’s the reason that they have no… نور لوستل »

Back to top button
13
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x